د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۲

ولسي جرګې د بلخ چارواکي په ملي خانیت تورن کړل


د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځي په عمومي غونډه کې د بلخ په مرکز مزار شریف کې د ابومسلم خراساني له نوم څخه د ایران د وژل شوو ډیپلوماټانو نوم ته د یوه واټ پر اړولو سخت غبرګونونه وښوول شو.

د دې جرګې یوه غړي محمد اکبر ستانکزي دا ملي خیانت وباله او ویې ویل، چې دا موضوع باید بې پوښتني پاته نه سي.

“په مزارشریف کي زموږ د ولایتي شورا او یا نورو چارواکو له خوا د ایران د وژل سوو ‌ډیپلوماټانو په نوم چې شاید هغه وخت جاسوسان وه، واټونه یې په نامه کوي، خو زموږ افغانان په ایران کي د جمعې لمانځه او دیني مدرسو ته د ورتګ اجازه نه لري او بې ګناه یې اعداموي.
دا شرم نه دی موږ او تاسو ته؟

زه و خدای دا موږ او تاسو ته شرم دی، چې د هغوی د جاسوسانو په نوم واټونه نومو، دا له وطن سره خیانت دی، چې هر څوک یې کوي، باید ددې جدي پوښتنه وسي.”

تر دې یوه ورځ مخکي د مشرانو جرګې ځینو غړو د بلخ ولایت د سیمیزو چارواکو له خوا په دغه دغه کار انتقادونه شوي و او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې وه.

د مزار شریف ښار دغه مهم او لوی واټ تر دې پخوا د ابومسلم خراساني په نوم وو، چې اوس د هغو 8 ایرانیو ډیپلوماټانو او یوه خبریال په نوم نومول سوی، چې ۱۴ کاله پخوا د طالبانو د واکمنۍ پر وخت په دې ولایت کي وژل شوي و.

په داسي حال کي چې د افغانستان ملي شورا، رسنۍ، ځايي چارواکي او خلک په دې موضوع خبر سوي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې بې خبري ښيي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“زه معلومات نه لرم، چې دغه کار سوی، کیږي، چا کړی او یا څوک یې کوي ماته چانه دي ویلي.
ما تاسو ته وویل، چې په دې اړه معلومات نه لرم، هره وخت چې مي معلومات پیدا کړل بیا به تاسو ته ووایم.”

خو د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین بیا وايي، چې دغه واټ د بلخ د والي عطا محمد نور په حکم بدل سوی دی.

دغه ریاست ویلي، دا کار د افغانستان او ایران د اړیکو د لا غښتلتیا لپاره شوی دی.

د ولسي جرګې غړو په مزار شریف ښار کي د ایران د وژل سوو ډیپلوماټانو په نوم د یوه واټ د نومولو تر څنګ په کابل کي د ایران د سفارت له خوا د افغان خبریالانو د یوې ټولني جوړول هم وغندل او دا یې په افغانستان کي د ایران ښکاره لاسوهنه وبلله.

دوې د ولسي جرګې د کلتوري چارو له کمیسیون څخه وغوښته، چې دغه موضوع جدي وڅېړي.


معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG