د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

ابراهیمي: جان الن د پاکستان د راکټي بریدونو د مخنیوي ډاډ راکړ


ولسي جرګه وایي، چې د پاکستان د راکټي بریدونو د دوام په اړه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان سره خبرې شوي.

د دې جرګې رییس د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې څرګنده کړه؛ چې له جان الن سره یې د یکشبنې په ورځ خبرې کړي او هغه ورته ویلي؛ چې دوی هم نور دا بریدونه نشي زغملی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان د ولسي جرګې رییس ته ډاډ ورکړی، چې پر ختیځو پولو د پاکستان د راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره د نوموړي هیواد له چارواکو سره جدي خبرې اترې شوي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې پر افغانستان د پاکستان د راکټي بریدونو د دوام له امله د وکیلانو له جدي بحثونو نه وروسته وویل؛ چې ده په دې اړه له جنرال جان الن سره د یکشنبې په ورځ خبرې کړي.

ښاغلي ابراهیمي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ورته ویلي، چې د دې بریدونو د مخنیوي لپاره هر هغه اقدام کوي چې لازم وبلل شي:

"جنرال جان الن ما ته وویل، چې دا مساله مو جدي نیولې او تاسو کولای شئ، چې له ولسي جرګې څخه یو پلاوی له موږ سره ملګری کړی ترڅو سیمه له نږدې وګورو.

د سیمې د پاکولو لپاره جدي عملیات کوو او تاسو له موږ سره همکاري وکړئ؛ ځکه موږ خپله دا پریکړه عملي کوو.

زه هیڅکله نه غواړم چې په راتلونکې کې د پاکستان له خوا داسې کوم څه بیا تکرار شي؛ موږ په دې برخه کې جدي پروګرام لرو او نه غواړو، چې بیا دا ډول مداخلې ترسره شي."


د ولسي جرګې رییس وویل، چې له جنرال جان الن سره یې په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند موجود دی اوکه چیرې د ده په خبره د پاکستان راکټي بریدونه پر افغانستان همداسې دوام وکړي؛ نو دا سند به خپل ارزښت له لاسه ورکړي او خلک به پرې بې باوره شي.

جنرال جان الن د ولسي جرګې رییس ته ویلي، چې په تورخم کې به د افغانستان، پاکستان او آیساف د هماهنګۍ یو مرکز جوړ شي؛ چې د دواړو هیوادونو یو یو جنرال به هم په کې موجود وي او له همدې مرکز څخه به د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډه پوله له هره پوله په ټینګه وڅارل شي.

د ولسي جرګې رییس څرګنده کړه، چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان څخه غوښتي؛ که چیرې د پاکستان راکټي بریدونه همداسې دوام وکړي دوی دې وغندي او که چیرې بیا یې هم نتیجه ورنکړه نو پاکستان دې د افغانستان پر خاوره د یوه یرغل کوونکي هیواد په توګه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې مطرح او حتی تعزیرات دې پرې وضع کړي.

د ولسي جرګې ځینو غړو د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې یوځل بیا د افغانستان پر ختیځو پولو د پاکستان راکټي بریدونه وغندل او حتی ځینو وکیلانو په دې برخه کې د ملي شورا غوره کړی سیاست هم کمزوری وباله.

د ولسي جرګې غړی ډاکټرمیربت خان منګل وايي، چې یوازې د توغول شویو توغندیو شمېرل د شرم ځای دی:

"ترکله به موږ د پاکستان ښکاره تیری او د هغه هیواد له خوا د توغندیو بریدونه ګورو او شمارو؛ چې په هغه ځای کې دومره افغانان ووژل شول او یاهم په دې میاشت کې دا راکټونه کم یا زیات شول.

موږ ته ډیر شرم دی چې دلته هر وکیل هره ورځ راځي خو نتیجه یې نه معلومیږي او یوازې وایي، چې ډیر ښه، په دې اړه باید پریکړه وشي."


د افغانستان په ختیځو ولایتونوکې سیمه ایز افغان چارواکي وایي، چې د پاکستان د پوځ له خوا په تیرو څو میاشتوکې سلګونه توغندي پر کونړ او نورستان ولایتونو ویشتل شوي؛ چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پریښودو ته اړې شوي دي.

دې مسالې عام افغانان، حکومت او ملي شورا سخت په غصه کړي او حتی ولسي جرګې په یوه جدي اقدام کې د دې راکټي بریدونو د نه مخنیوي او په هېواد کې د ځینو نورو نا امنیو له امله د دفاع او کورنیو چارو وزیران استیضاح او سلب صلاحیت کړل.

خو راپورونه وایي، چې د پاکستان لخوا د افغانستان پر ختیځو پولو اوس هم راکټي بریدونه دوام لري.
XS
SM
MD
LG