د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

په ایران کې زلزلو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي


په ایران کې د تیرې ورځې دوو زلزلو، چې د دغه هیواد په شمال ختیځ کې شوي د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د امریکا د جیولوجکي ادارې د معلوماتو له مخې دغه زلزلې د ریختر په کچه شپږ اعشاریه څلور او شپږ اعشاریه درې درجې ښودل شوي.

ایراني چارواکو ویلي، چې دغو زلزلو د ایران په شمال ختیځ کې له سلو زیات کلي په ناوړه توګه زیانمن کړي.


د ایران په شمال ختیځ کې د ژغورنې ډلې هڅه کوي، چې په دوو سترو زلزلو کې له رامنځ ته شویو کنډوالو څخه ژوندي پاتې کسان راوباسي.

په دې زلزلو کې، چې څو وروستي ټکانونه یې هم له ځانه سره درلودل لږ تر لږه دوه سووه پنځوس کسان وژل شوي او له اتلس سوو زیات ټپیان شوي.

د ایران د ټلویزیون یو نطاق په دې اړه په یو خبر کې وویل:

"د ریختر په کچه د شپږ اعشاریه دوه درجې یوې زلزلې په ختیځ کې د اذربایجان ولایت ته څیرمه د اهرر کلی ځپلی دی.

د تهران پوهنتون د جیولوجکي انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې دا زلزله په سمه ییز وخت په څلورو بجو او درې پنځوسو دقیقو شوې.

د زلزلې ټکانونه په ختیځ کې اذربایجان او اندیل ولایتونو ته څیرمه په اکثره کلیو کې محسوس شوي دي.

له زلزلې وروسته تبریز ته څیرمه د څو ښارونو اوسیدونکي د ویرې په حالت کې له خپلو کورونو واټونو ته راووتل.

په خوښۍ سره، چې دغې زلزلې تراوسه پورې زیاته مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو ځینو کورونو ته د بریښنا جریان زیانمن شوې. په زلزله ځپلې سیمه کې په ځینو ودانیو کې درزونه راغلي دي. "


په داسې حال کې، چې رارسیدونکي راپورونه ښیۍ، چې دغو زلزلو یو شمیر کلي په ناوړه توګه ځپلي، اټکل کیږي، چې د وژل شویو او ټپیانو شمیر نور هم لوړ شي.

ځینو خبري اژانسونو خو لا د مخه د ټپیانو شمیر له دوو زرو زیات ښودلی دی.

د امریکا جیلوجکي ادارې بیا ددغو زلزلو اندازه، چې تبریز ښار ته څیرمه شوي، د یختر په کچه شپږ اعشاریه څلور او شپږ اعشاریه درې ښودلې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال حسن قدمي وویل، چې دغو زلزلو په ټولیزه توګه یو سل او لس کلي ځپلي، خو تراوسه دا نه ده روښانه، چې څومره شمیر خلک زیانمن شوي.

د رپورټونو له مخې اکثره کلیو ته غزیدلي، د ټلیفون لاینونه له منځه تللي، چې د ژغورنې هڅې یی لا ستونزمنې کړي.

په رپورټونو کې دا هم ویل شوي، چې په تبریز ښار کې هم ټلیفوني اړیکې له ستونزو سره مخامخ شوي.

په یو بیان کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر چارواکو غږ کړې؛ چې زیانمنو شویو خلکو ته د مرستې د رسولو لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د ایران د بیړنیو خدماتو یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي؛ چې د ژغورنې په لسګونو ډلې په سیمه کې دي او په کنډوالو کې د هیسارو ژوندیو کسانو د موندلو لپاره له سپو هم کار اخستل کیږي، خو د شپې تیاری د دوی هڅې ستونزمنې کړي.

د سری میاشتې ټولنې بیا ویلي، چې په سمیه کې ګرځنده روغتونونه جوړوي، څو ټپیانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

ایران د زلزلې په څو کرښو موقعیت لري، چې په مسلسله توګه د زلزلو شاهد وي او ځینې یې بیا ورانوونکې ثابتې شوي.

د ایران په بم ښار کې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې یوې زلزلې شاوخوا پنځه ویشت زره کسان وژلي وو.

دغو زلزلو له پولې بلې غاړې ته په ارمنستان کې هم ودانۍ لړزولي او خلک یی اړ کړي، چې له کورونو بهر راوځي، خو چارواکو د کوم زیان په اړه یی څه ندي ویلي.

په اذربایجان کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي، خو هلته هم د کوم زیان او یا مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
XS
SM
MD
LG