د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په هلمند ولایت کې په بهرنیو عسکرو عسکرو یې د افغان همکارانو له خوا د دوو حملو په اړه تحقیقات کوي.
د هلمند په ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې په دغو دوو حملو کې سپږ امریکايي عسکر ووژل شول.
په هلمند ولایت کې پر امریکايي عسکرو د افغان همکارانو یې دوه پرله پسې حملې چې لږ تر لږه شپږ امریکايي عسکر په کې ووژل شول، افغان او امریکايي چارواکو ته ټکان ورکوونکی و.
د جمعې په شپه په ګرمسیر ولسوالۍ کې یوه افغان ملکي قراردادي پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې، درې یې ووژل او تر هغې مخکې په سنګین کې یوه پولیس په ورته یوې حملې کې درې عسکر ووژل.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل ښايي یوازې د سنګین د پیښې عامل سیمه یېز پولیس وي چې هغه هم نیول شوی دی.
ښاغلي صدیقي وویل د پيښو په اړه تحقیقات روان دي:
"په سنګین ولسوالی کې یو کس د اسدالله په نوم دی چې ونیول شو، داسې ویل کیږي چې محلي پولیس دی.
تراوسه مونږ دقیق معلومات نه لرو، هغه کس نیول شوی دی.
په ګرمسیر کې هم چې یو کس په دې قضیه کې یې لاس درلوده ویل کیږي؛ چې د ښوونځي زده کوونکی دی خو په دقیقو جزیاتو یې نه پوهیږو، د هغه په هویت نه پوهیږو کار ورباندې روان دی هلته یو هییت تللی څو وګوري چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوې ده؟
خو بیا هم درته وایم چې دا کسان پولیس نه دي، داسې ګمان کیږي، چې یو به یې سيمه ییز پولیس وي، خو دوهم یې نه سیمه ییز پولیس دی او نه هم د افغانستان ملي پولیس. "
تر دې مخکې ایساف ویلي وو، چې روان میلادي کال د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو دوه ویشت حملې شوي دي.
ایساف ویلي وو، چې په اکثرو دغو حملو کې وسله وال مخالفین لاس نه لري او د ځینو شخصي انګیزو له امله شوي دي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت هم پخوا تر دې دا رد کړې، چې ګنې په دارنګه حملو کې د وسلوال طالبان ښکیل خو وسله والو طالبانو له اکثرو دارنګه حملو وروسته ادعا کړې، چې د دوی دستوري کس کړې.
بل خوا د پوځي چارو یو شمیر کتوونکي په دې باور دي، چې دغه پرله پسې حملې په افغان ځواکونو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ اندیښنې زیاتوي.
یو تن پوځي کتوونکی جنرال عبدالواحد طاقت ازادي راډیو ته د القاعده غړي په کورنیو او دفاع وزارتونو کې نفوذ لري.
په هلمند ولایت کې د پر امریکايي عسکرو د افغان پولیس له خوا له لومړنۍ حملې وروسته سپینې ماڼې دارنګه حملې دومره اغیزناکې ونه بللې.
سپینې ماڼۍ په دې پيښې کې د دریو امریکايي عسکرو په وژنې خواشیني څرګنده کړه، خو ویې ویل، د افغان سرتیرو له خوا د دوی پر ځواکونو د حملو اغیز دومره ډیر نه دی.
په عین حال کې په دې وروستیو څو میاشتو کې چې د افغان سرتیرو له یونیفورم نه په ګټې اخیستنې سره پر بهرنیو ځواکونو حملې زیاتې شوې، د افغانستان امنیتي ارګانونو وویل، په امنیتي ځواکونو کې د وسلوالو مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره یې هڅې زیاتې کړي دي.
راپور: جمیله ظریف