د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

افغانان: نیکپا زموږ ویاړ دی


افغان تکواندو کار روح الله نیکپا چې د لندن د المپیک په لوبو کې یې د برونزو مډال ترلاسه کړ د افغانانو لپاره په یو اتل بدل شوی او له تیرې شپې راهیسې هر چیرې د ده او د ده د بریا په اړه خبرې کیږي.

د لندن د المپیک په لوبو کې د روح الله نیکپا څلور واړه مسابقې د افغانستان په ټولو سیمو په ځانګړي توګه په کابل ښار کې سلګونو زرو کسانو ولیدې او هر یوه افغان ده ته د بریا دعا کوله.

د ولسمشر کرزي سلا کار او د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال شهزاد مسعود د نیکپا د بریا په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"د نیکپا کامیابي یوه لویه بریا د افغانستان د خلکو لپاره وه په ځانګړي توګه د ځوانانو لپاره د برونزو کوم مډال چې ده تر لاسه کړ دا موږ ته د سرو د مډال ارزښت لري، ځکه چې د ه په ډیر مهارت او افغاني جرآت خپلو سیالانوته ماتې ورکړه.

له ماسره تیره شپه سپین ږیري ناست وو سره له دې چې دوي په دې لوبه نه پوهیدل خو تر دوو بجو ناست وو، خوند یې اخیست له لوبې او دعاګانې یې کولې".


د روح الله نیکپا د تیرې شپې د مسابقو د بریا لپاره ان د کابل په یو شمېر جوماتونو کې هم دعاوې وشوې او په هر کور کې هم د ده د بریا لپاره دعاګانې کیدې.

دغه راز تیره شپه خلکو د نورو شپو پر خلاف په خپلو ټلویزیونونو کې هندي، ترکي او داسې نور سریالونه، نه لیدل بلکې ټولو د لندن د المپیک په لوبو کې د نیکپا لوبې کتلې.

د کابل ښار څو تنو اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې ان دوي او د دوي په څیر زرګونه نور کسان په کابل ښار کې د شپې تر دوو بجو پورې خپلو تلویزیونونو ته ناست وو او د روح الله نیکپا لوبې یې کتلې او هغه ته یې دعاګانې کولې:

"۱- زما نوم مقصود دی او د کابل ښار د مکروریانونو اوسیدونکی یم، نیکپا ډیر ښه وځلید او د افغانانو د ویاړ سبب شو.

زه هم تر دوو بجو د شپې ناست وم د پولینډ، مرکزي افریقا او بریتانیې تکړه لوبغاړو ته یې قوي ماتې ورکړه.

۲- زه اصف نومیږم او د کابل د ده سبز اوسیدونکی یم،روح الله چې په لندن کې لوبه وګټله موږ ډیر خوښ شولو او هیله ده چې نثار احمد هم تش لاس را نشي ،دا به مونږ ته ډیره خوشحالي وي".


روح الله نیکپا د لندن د المپیک په لوبو کې د پولینډ، مرکزي افریقا او بریتانیې لوبغاړو ته په جرات سره ماتې ورکړه، خو د یوې نمرې په توپیر یې له خپل ایراني سیال محمد باقرمعتمد څخه ماتې ومنله.

د یو شمېر کسانو په خبره د لندن د المپیک په لوبو کې د نیکپا مسابقې ان د کابل ښار په دهمزنګ څلور لارې کې د یوه خصوصي شرکت له خوا د یوه غټ ټلویزیون په ایښودلو سره خلکو ته ور ښودل کیدې چې ویل کیږي زرګونه تنه ځوانان او مشران ورته په سړک ناست وو او د ده لوبه یې کتله.

دغه راز د ولسمشر کرزي سلا کار شهزاده مسعود ازادي راډیو ته وویل، چې ولسمشر کرزي هم د لندن دالمپیک په لوبو کې د روح الله نیکپا لوبه وکتله، همدا شان د ولسمشر کرزی دوهم مرستیال کریم خلیلي په لندن کې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې له رییس جنرال ظاهر اغبر سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د نیکپا د بریا په اړه یې هغه ته مبارکي وویله.

روح الله نیکپا د بیجینګ د ۲۰۰۸ کال د المپیک په لوبو کې هم د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د برونزو مډال ګټلی وو.

ټاکل شویده چې بل تکړه افغان تکواندو کار نثار احمد بهاوي هم نن مازدیګر د لندن دالمپیک په لوبو کې د خپل سیال پر وړاندې میدان ته ووځي،د افغانستان خلک د بهاوي لپاره هم د بریا تمه او دعاګانې کوي او هیله ښیی چې هغه له نیکپا څخه هم ښه لوبه وکړي او د سرو مډال ترلاسه کړي.

ددې ځوان نور عکسونه دلته کتلای شﺉ

XS
SM
MD
LG