د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

"په اداري فساد د تورنو دوسیې مې ترلاسه کړي"


که څه هم ولسي جرګې د امنیت له عمومي ریاسته، په اداري فساد د تورنو کسانو د دوسیو غوښتنه کړې، خو د اداري فساد پرضد د مبارزې عالي اداره وایي چې په دې وروستیو کې یي په اداري فساد د تورنو یو شمېر دوسیي ترلاسه کړي دي.

د دې ادارې ريیس ډاکترعزیزاله لودین د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، چې د ملي امنیت عمومي ریاست ورته په فساد د تورنو کسانو په لسګونو دوسیي ورسپارلي دي.

ښاغلي لودین د دې دوسیو کره شمېره ونه ښوده، خو ویي ویل چې د یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو دوسیې په کې هم شاملې دي:

«موږ ته یې ډیرې ارزښتناکې دوسيې رالیږلي چې دې ریاست پخوا څیړلي او موږ هم وڅیړلي.

په دې کې د ننګرهار او هرات د ګمرکونو دوسیو هم شته چې په ننګرهار ګمرک د درې سوه او نهه اتیا میلیونو افغانیو او د هرات په ګمرک کې د څه باندې درې میلیاردو افغانیو اختلاس ښيي.

دوسیې چې موږ ته رسیدلي معلومیږي چې د اختلاس اندازه په کې له دې هم زیاته ده، همدارنګه د ناقصو تړونونو دوسیي هم په کې شاملې دي.»

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس رحمت اله نبیل د تیرې چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته ویلي و، چې په اداري فساد یي د تورنو شاوخوا څلورسوه دوسیې ارزیابي کړي دي.

نبیل ویلي و چې دا دوسیې یي لویې څارنوالۍ او د فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې ته سپارلي او د څلورسوه نورو دوسیو څیړنه یي پیل کړې ده:

«څلورسوه دوسیې مو څارنوالۍ او د فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې ته لیږلي، خو څرنګه تاسې وکیلان د څارنې حق لرﺉ، ټولې قضیي مې له ځایه سره راوړي.

په دې دوسیو کې د تورنو ځای، دندې، د فساد اندازه او ځانګړتیاوې ټولې شاملې دي، دا وڅیړﺉ او څلورسوه نورې به هم درته راوړم.»

د ولسي جرګې غړي وایي، غواړي وپوهیږﺉ چې څوک او کوم چارواکی په اداري فساد کې ښکیل دی او د دې له مخې له دولت سره د فساد پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.


د ملي امینت ریاست په داسې حال کې په اداري فساد د تورنو د دوسیو د څیړلو خبر ورکوي چې« د راپورونو له مخې» په هېواد کې اداري فساد له یوې نه بلې ته مخ په زیاتیدو دی او د خلکو او نړېوالې ټولنې اندیښنې یي زیاتې کړي دي.

راپور: خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG