د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د پاکستان ملتپالو د رحمن ملک د افغانستان د لاسوهنو ادعاوې رد کړې


د پاکستان د داخله چارو وزير رحمن ملک په تېرو ورځو کې تور لګولى وو چې د بلوچستان په بدامنۍ کې افغانستان لاس لري، ده همدارنګه د تېر په شان يو ځل بيا ادعا کړې چې په کندهار کې خپلواکې غوښتونکېو بلوڅو ته روزنه ورکول کېږي، خو په بلوچستان کې پښتنو او بلوڅو ملتپالو د رحمن ملک دغه تورونه په کلکه رد کړي او دا يې په افغانستان کې د پاکستان پر لاسوهنه د پردې غوړولو يوه هڅه بللې.

د پاکستان د داخله چارو اوسني وزير رحمان ملک د اوسني حکومت په تېره څلورکلنه کې په وار وار د پاکستان په مرکزي پارلمان، مشرانو جرګه، بېلابېلو غونډو او خبري کنفرانسونو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر شا او د بلوچستان په خراب امنيت کې بهرني لاسونه دخيل بللي دي، خو د رسنيو په وړاندې يې د دغو بهرنيو لاسوهنو کوم څرګند ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم رحمان ملک د پاکستان په سنا يا مشرانو جرګه کې د بلوچستان په اړه په خپلو احساساتي خبرو کې وويل، چې د بلوچستان حالات د بلوچستان ليبرېشن ارمي په نامه د خپلواکې غوښتونکېو بلوڅو يو سازمان خرابوي او د دې تر شا د افغانستان لاس دى.

دۀ د تېر ځل غوندې ادعا وکړه وايي، خپلواکې غوښتونکې بلوڅان په کندهار کې روزنيز کمپونه لري او له هغه ځايه په بلوچستان کې د ورانکارۍ لپاره را لېږل کېږي.

د نوموړي دغه ادعاوې په بلوچستان کې اکثره ملتپالو ګوندونو او خپلواکې غوښتونکېو سازمانونو په کلکه رد کړې.

د بلوچستان نېشنل ګوند د اطلاعاتو مرکزي سيکرتر اغا حسن بلوڅ ازادۍ راډيو ته وويل، په بلوچستان کې د بهرنۍ لاسوهنې بېځايه ادعاوې دلته يو ځل بيا پوځي عملياتو ته لاره هوارول دي:

"دغه ټول درواغ دي، چې وايي دا بهرنۍ لاسوهنه ده، رحمن ملک چې نن د بلوچستان پر ستونځه دومره پرېشان دى علت يې دا دى چې سترې محکمې په بلوچستان کې پر بشرضد تېريو جديت ښکاره کړ، رحمن ملک چې دا پينځه شپږ ورځې خبري کنفرانسونه کوي او درواغ وايي دا دوى دلته روان عمليات پټوي او له دغو تورونو دا هم څرګندېږي چې کېداى شي دلته بيا پوځي عمليات پيل شي"

رحمن ملک د سنا په غونډه کې په بلوچستان کې د بهرنۍ لاسوهنې تر ادعاوو دوې ورځې وروسته رويټرز خبري اژانس ته په يوه مرکه کې تر دې هم سنګين تورونه ولګول او ويې ويل چې په سوات کې د وسلوالو پاکستاني طالبانو مشر فضل الله په افغانستان کې دى او له هغه ځايه د افغانستان په حکومت کې د ځينو عناصرو په ملاتړ په پاکستان کې تخريبي عمليات تنظيموي، خو د افغانستان حکومت يې دا ادعاوې په کلکه رد کړې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ وايي رحمن ملک په دا ډول خبرو سره په افغانستان کې پر خپله لاسوهنه پرده اچوي:

"د رحمن ملک خو هيڅ اعتبار نه لري، اوس ټوله نړۍ دا مني چې پاکستاني واکداران په ډېره سپين سترګۍ په سپينه ورځ په افغانستان کې لاسوهنه کوي، نو دا هسې ځان خلاسول او خپله ناروا لاسوهنه پټول دي، خو دا هيڅ امکان نه لري، د دوى د افغانستان د نيولو هغه ناروا ارمانونه اوس خاورې شول، اوس پکار دى له دې منحوسې پاليسۍ کښېني، په افغانستان کې له لاسوهنې توبه ګار شي، نو د افغانستان او پاکستان تر منځ به د ورورګلوۍ اړيکې تر يو څه حده ټينګ شي."

سره له دې چې د رحمن ملک په شمول د بلوچستان د امنيتي ادارو ځينو چارواکېو هم په بلوچستان کې د بدامنۍ تر شا افغانستان دخيل بللى دى، خو تر اوسه پورې يې داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې ورڅخه په بلوچستان کې د افغانستان لاسوهنه ثابته شي.

عثمان کاکړ وايي، چې وسلوال بلوڅان د خپلو هر ډول فعاليتونو مسووليت پر خپله غاړه اخلي، نو پر نورو يې تور لګول هيڅ جواز نه لري:

"بلوڅان په ښکاره وايي چې موږ خپلواکې غواړو او د هرې پېښې مسووليت مني او تر ننه دلته څوک نه شي ثابتولاى چې د يوې پېښې تر شا دي يې کوم بهرنى تبعه نيولى وي، دا دلته په کوټه، په کراچۍ کې چې کوم حالات دي د دې تر شا پخپله ايالتي وزيران او اعلى وزير لاس لري، هسې خپلې کمزورۍ پر پرديو ور اچوي، اوس ولس په دې پوه دى چې د پاکستان موجوده نظام، مرکزي او ايالتي حکومتونه د دې هر څه مسوول دي"

که څه هم په پاکستان کې اکثره مذهبي ګوندونه په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو د فعاليتونو ملاتړ کوي او دا خبره نه ردوي چې دغه وسلوال دي له پاکستانه افغانستان ته نه اوړي، خو د پاکستان د داخله چارو د وزير دغه تورونه چې وسلوال دي له افغانستان راځي او په بلوچستان کې دي تخريب کوي، ردوي او وايي چې پاکستان دي خپله د خپل کور غم وخوري. د جماعت اسلامي ګوند د بلوچستان ايالتي مشر عبدالمتين اخوندزاده په دې اړه وايي:

"پاکستان خو پخپله په افغانستان کې لاسوهنه کوي، هغوى ته ستونځې جوړوي، چې د پاکستان حکومت، پوځ او سياستوال د نړيوالو د ګټو لپاره پر خپلو خلکو دومره ظلم کوي نو بيا ولې دا ګيله کوي چې په کندهار کې د وسلوالو بلوڅو کمپونه دي او خداى خبر کمپ شته هم که نه شته.

زه فکر کوم د بلوچستان او کندهار اوږده ګډه پوله ده او دا خلک تاريخي اړيکې سره لري، دا به هسې يو تور وي، خو خبره دا ده چې پاکستان بايد پخپله د خپل کور غم وخوري، چې پخپله يې غم نه خوري نو کله به له افغانستانه او کله به له ايرانه ګيله کوي"


بل لور ته د جمعيت علماى اسلام ګوند يو مشر سناتور حافظ حمدالله وايي چې د پاکستان واکدارانو پخپله په بلوچستان کې حالات خراب کړي دي او د دې زمينه يې برابره کړې چې بهرني قوتونه په دې ايالت کې د وسلوالو په ملاتړ سره له ګوادر بندر څخه خپلې ګټې تر لاسه کړي.

سناتور حافظ حمدالله وايي رحمان ملک پر ځاى د دې چې د بلوچستان د ناامنۍ عامل په ګوته کوي، بايد پر سببونو يې هم غور وکړي:

"رحمن ملک وايي چې د بلوچستان د ناامنۍ لپاره بي ايل اې ته له کندهار او کابله وسايل ورکول کېږي، رحمن ملک بايد په دې پوه شي چې زموږ د واکمنو ناوړه پاليسو خلک دې ته مجبوره کړل.

بلوچستان له معدني وسايلو او ذخيرو ډکه ده او دا د تجارت نړيواله لار او بندرګاه ده او دوه نړيوال قوتونه دلته خپلې ګټې په نظر کې لري، چې پاکستان له خپلو خلکو سره داسې پاليسي خپلوي چې بلوچستان دومره ناکراره وي نو دښمن به خود راځي موږ به د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، موږ دا وايو چې موږ پر نتايجو خبرې کوو بايد پر سببونو يې هم و ږغېږو، تر څو چې موږ د ناروغۍ بنيادي سبب نه وي ورک کړى ناروغي کمېږي نه بلکې لا پسې زياتېږي."


دا په داسې حال کې ده چې د داخله چارو وزير رحمن ملک څو مياشتې وړاندې هم- چې لا يوسف رضا ګيلاني د پاکستان صدراعظم وو- تور لګولى وو چې په کندهار کې د خپلواکې غوښتونکېو بلوڅو روزنيز کمپونه موجود دي او د ده په وينا ولسمشر حامد کرزي يې ورته د ختمېدو ډاډ هم ورکړى وو، خو دا تورونه يې ملتپالو او خپلواکې غوښتونکېو بلوڅو او همدارنګه د افغانستان حکومت په کلکه رد کړل.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG