د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۴

ناټو موریتس یوخیمز په افغانستان کې ملکي استازی ټاکلی


د ناټوعمومي منشي هالندي ډیپلومات موریتس یوخیمز په افغانستان کې د ناتو لوړ رتبه ملکي استازي په توګه ټاکلی دی.

نوموړي به د سایمن ګیس ځای نیسي، چې د ۲۰۱۱کال د اپریل د میاشتې راهیسي یي په کابل کې د ناتو د سازمان د سیاسي مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ناټو ځواکونو له خوا په خپره شوی اعلامیه کې ویل شوي، چې یوخیمز به له ناتو سره هغه هدف ته په رسیدو کې په ګډه کار کوي چې د شیګاګو په غونډه کې پرې موافقه شوې وه او هغه د یوه مستقل، باثباته او ډموکراتیک افغانستان رامنځ ته کول دی.

دا په دی مانا چې نوموړي به د مسولیت د انتقال د پروسې او له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د شراکت په ګډون په یو لړ نورو موضوعاتو کې له افغان چارواکو سره په هماهنګی کارونه پرمخ وړی.

یوخیمز وایي، په افغانستان کې زموږ ماموریت یوی ډیری حساسی مرحلی ته داخل شوی او زه به هڅه وکړم چې دا یقیني شي چې په دی هېواد کې د مسولیتونو د انتقال بهیر په ښه توګه پرمخ ځي.

هغه دغه راز ویلي، چې د افغانستان له حکومت او نورو لوبغاړو سره د ښو اړیکو ټینګول به یي د کارونو په لومړیتوب کې وي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د یوې اعلامیي په خپرولو سره په افغانستان کې د ناتو د لوړ رتبه ملکي استازی په توګه د ښاغلي یوخیمز د ټاکنې هرکلۍی کړی دی او ویلي یي دي، چې هغې پوهې او د افغانستان په اړه پخې تجربې او ډیپلوماتیکو مهارتونو ته په پام سره چې ښاغلي یوخیمز ترې برخمن دی، پردی دندې چې په افغانستان کې د ناتو او ایساف د غیر نظامي هڅو مرکز دی، د هغه په ګمارلو سره به د ناتو د سازمان غړی ښه ګټه پورته کړي.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایی ځواکونو عمومی قومندان جنرال جان الین هم یوخیمز ته په دی هیواد کې د ناتو د لوړرتبه ملکې استازی په توګه د ټاکل کیدو مبارکې ورکړی او ویلی یی دی چې هغه افغانستان ته د عامه خدماتو او نړیوال سیاست په برخه کې له یوی ښی سابقی سره راځی.

یوخیمز چې اوس په ایستونیا کې د هالند سفیردی، پخوایی په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې په موقت ډول د ناتو د لوړرتبه ملکې استازی په توګه دنده ترسره کړی او ترهغه وړاندی چې کله دی د عملیاتود پلان جوړولوپه برخه کې د ناتو د عمومی منشی مرستیال و، په ۲۰۰۵کال کې یی په پاکستان کې زلزله ځپلو سیمو ته د ناتو د مرستو رسولو چاری هم تنظیم کړی وی.
XS
SM
MD
LG