د نیوزیلاند صدراعظم وایي، دی به پر هنګري ډیپلوماتیک فشار رانه ولي چې په افغانستان کې خپل ځواکونه دی ته اړ کړي چې په بامیانو کې پر دیره نیوزیلاندي عسکرو د وسله والو له لوري د حملو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د نیوزیلاند عسکرو د بامیان ختیځ ناکراره سیمي ته د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره وروسته له هغې خپلې امنیتي ګزمې وغزولی، چې د تیرې شنبې په ورځ وسله والو د بغلان له لوري د نیوزیلاند پرعسکرو په برید کې دوه عسکر ووژل او شپږ نور یي ژوبل کړل.
د نیوزیلاند حکومت دغه پریکړه وروسته له هغې تصویب کړه، چې پرون سهار په دواب کې د نیوزیلاندی عسکرو پر اډی بیا وسله والو برید وکړ، په دې برید کې عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتی.
د نیوزیلاند د وسله والو ځواکونو مشرجنرال رایس جانس دغه حمله د قدرت یو نمایش وباله.
د نیوزیلاند عسکر به له دې وروسته په بغلان ولایت کې چې وسله وال ورڅخه په بامیانو د حملو لپاره د اډې په توګه کار اخلي، ګزمې کوي.
د بغلان د امنیتي چارو مسولیت په دې ولایت کې دیره د هنګري ځواکونو په غاړه دی چې د نیوزیلاند صدراعظم جان کې پرون پرې انتقاد وکړ، چې په سیمه کې ګزمه نه کوي او د هوا له تیاره کیدو وروسته له ګزمې کولو ډډه کوي.
جان کې د نیوزیلاند له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، هنګریان د شپې له خوا نه ووځي، دوي ښایي په بوداپست کې دا کار وکړي خو په افغانستان کې یي نه کوي.
خو په هر صورت د نیوزیلاند صدراعظم پرون دا مسله چې ګواکې دی به د دغه حالت د بدلولو لپاره د هنګری پر حکومت، یا ناتو او یا هم پر ایساف ځواکونو فشار راولي، رد کړه.
هغه وویل، دا یوه اساسي پوښتنه ده، خو مسله دا ده چې له هغه مهال راهیسي چې د هنګري عسکر په دې ولایت کې دیره شوي دي، د هغوي همدا دریځ دی.
د نیوزیلاند صدراعظم وویل، دی فکر نه کوي چې پر هنګري دی مستقیم یا غیر مستقیم فشار راوستل شي ځکه دا کار به وضعیت دومره زیات بدل نه کړي.
کې وویل، په بغلان کې په دی وروستیو کلونو کې د هنګری ځواکونوله خوا د امنیتی ګزمو نشتوالی د دی سبب شوی په سیمه کې د وسله والو مخالفینوفعالیتونه زیات شي.
د هغه په وینا اوس وضعیت هلته ډیر خطرناک دی او سیمي ته د نیوزیلاند د ځواکونو د ګزمو غزیدل به د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو مخه ونیسي.
د نیوزیلاند صدراعظم زیاته کړه، په دی اقدام سره موږ د خپلو ځواکونو ژوند له خطرسره نه مخامخ کوو بلکه په دی کارسره به دوی وکولای شی چې په لارو او ګودرو کې ترډیره د بمونو د خښیدو مخه ونیسی.
هنګري په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته ځواکونه استولی چې په اوس وخت کې د دی هیواد د خاصو ځواکونو ډله په دی هیواد کې له ۴۱۳ نوروعسکرو سره یوځای چې د بغلان د بیارغونی په ولایتی ټیم کې خدمت کوی، فعالیت کوي.