د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

په جلال اباد ښار کې له سلګونو بې وزلو کورنیو سره مرسته وشوه


نن په جلال اباد ښار کې د جمعیت اصلاح ټولنيزسازمان لخوا راغوڼدې شوې مرستې پر څلور سوو بېوزلو کورنیو ووېشل شوې.

دغه مرستې د کوچنۍ صدقه ستر اجر په نامه د ښار له واټونو، مسجدونو او له یو شمېر سوداګرو څخه راټولې شوې وې.

د دې سازمان یو تن برخه وال ډاکټر سید خالد راشد وايي دوی په دغو مرستو کې د پنځلس ورځو استحقاق، چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا او دال شامل وو ورکړل.

خو دا چې دوی له کومې لارې دغه کورنۍ د مرستې لپاره غوره کړي نوموي وويل:

“د وېش برخه د بشري مرستو یوه ټولنه ده،هغوی سره سروې ګانې دي،چې هغوی په ټولو سیمو کې بې وزله،یتیمان او کونډې ورسره ثبت وي”

ددغو مرستو د ترلاسه کولو لپاره راغلې کورنۍ، چې ډيره برخه يې بې سرپرستې ښځې او یتیمان و ډير خوښ وو.

دغو کورنیو غوښتنه کوله، چې باید نور سوداګر او پانګه وال هم دې کار ته وهڅول شي، ځکه د دوی لپاره دا یوه لویه مرسته ده.

يوې بېوزلې مېرمنې وويل:

“زه له چپرهار نه راغلې یمه، پنځلس کله کیږي، چې زوی مې ورک شوی، د نګور په غیږه کې مې د لسو ورځو ماشوم یتیم پاتې دی زه څه وکړم تاسې باید راسره مرسته وکړئ“

بل لور یوشمېر کتوونکي هم په دې باور دي،چې باید دغه ډول لړۍ پراخه شي.

دوی وايي په تېرو لسوکلونو کې ډیر وخت مرستې له بهرنیانو غوښتل شوي،خو دا چې خپله له افغان سرمایه دارانو نه مرستې راغونډې شي او بیرته په بې وزله افغانانو وویشل شي دا یو نیک او نوی کار دی.

له دې وړاندې د یو شمېر ځوانانو لخوا هم ورته نیک ګام پورته شوی و.

د ډيرو په اند که چيرې دا رنګه ولسي مرستو ته پام وشي،نو له يوې خوا به له بېوزلو کورنیو سره مرسته وشي او بل لور به د مرستې هغه لاس،چې بهرنیانو ته اوږديږي رالنډ شی.
XS
SM
MD
LG