د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

په کوټه کې چاودنې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي


په کوټه کې يوې بمي چاودنې د دوو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون څلور تنه وژلي او لس تنه يې ټپيان کړي دي. همدارنګه تېره شپه کوټې ته درې توغندي هم ور توغول شوي خو چاته يې زيان نه دى اړولى.

د يکشنبې په غرمه د کوټې ښار جنوب لور ته د سرياب سړک د فيض اباد نومي ځاى پر باديني چوک باندې په يوه کور کې چاودنه وشوه چې په نتيجه کې يې شاوخوا پينځلسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د سيمې اوسېدونکي وايي چاودنه دومره زوروره وه چې له امله يې د کور دوه منزله ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوه او شاوخوا کورونو ته يې هم سخت زيان و رساوه. يو عيني شاهد وايي:

”ډېره زوروره چاودنه وه، ډېره تباهي يې جوړه کړه، دوې ودانۍ يې له مځکې سره هوارې کړې او شاوخوا کورونه يې هم زيانمن کړل او د سرياب سړک د دوکانونو ښيښې يې هم ماتې کړې”

د سيمې اوسېدونکي وايي د پېښې قربانيان تر خاورو خځلو لاندې وو او دوى په سمدستي توګه را و ايستل او ټپيان يې د کوټې دولتي روغتون ته يووړل، چې په هغوى کې هم د څلورو ماشومانو حالت نازک ښوول شوى دى. د کوټې د پوليسو مشر وزير خان ناصر د چاودنې په اړه وايي:

”موږ پوښتنې ګروېږنې کوو او د پېښې د څرنګوالي په اړه مو هم پلټنې پيل کړې دي. په پېښه کې مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي چې شمېر به يې وروسته وښيو”

موږ پوښتنې ګروېږنې کوو او د پېښې د څرنګوالي په اړه مو هم پلټنې پيل کړې دي. په پېښه کې مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي چې شمېر به يې وروسته وښيو
د پوليسو مشر

پوليس وايي چاودنه په کور کې دننه په ولاړ موټر کې د پرتو چاودېدونکيو موادو په چاودېدلو سره وشوه چې د وروستيو رپوټونو له مخې د همدې کور يوه ښځه، دوه ماشومان او يو بل تن پکې و وژل شول او شاوخوا لس تنه پکې ټپيان شول.

پوليسو د لومړنيو تحقيقاتو پر اساس رسنيو ته وويل چې په موټر کې اتيا کيلوګرامه چاودېدونکي توکي موجود وو چې وچاودل شول، خو ويې نه ويل چې آيا چاودنه څنګه وشوه. وايي دا کور د ډاکټر اعظم مېنګل وو، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د نوشکي سيمې يوې کورنۍ پکې په کرايه ژوند کوي او له هغوى څخه به تر پلټنو وروسته څرګنده شي چې دغه چاودېدونکي توکي د کوم مقصد لپاره دې کور ته راوړل شوي وو.

د يادونې وړ ده چې بېګا شپه هم کوټې ښار ته له ناڅرګنده ځايه درې توغندي را وتوغول شول چې يو د کوټې مطبوعاتي مرکز ته مخامخ د يوه رستوران پر بام، يو په ښار کې دننه د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو په نامه پر يوه پله او يو بل پر سپيني سړک لګېدلى، خو د پوليسو په وينا چاته پکې د سر زيان نه دى رسېدلى.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG