د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

په کوټه کې د تښتول شوي ډاکټر د تښتونې په خلاف مظاهره


له کوټې ښاره دوې اوونۍ وړاندې تښتول شوى ډاکټر ايله دوې ورځې وړاندې د وسلوالو له منګولو خوشې شوى وو، چې پرون بيا له کوټې څخه د اعصابي ناروغيو متخصص ډاکټر غلام رسول وسلوالو په سپينه ورځ د وسلو په زور وتښتاوه.

ډاکټرانو يو ځل بيا د خپل تښتول شوي ډاکټر د تښتونې په خلاف احتجاج پيل کړى او په روغتونونو کې يې د کاربنديز اعلان کړى دى.

لس ورځې وړاندې له مستونګ سيمې څخه تښتول شوى ډاکټر دين محمد ايله دوې ورځې وړاندې د وسلوالو له منګولو را خوشې کړاى شو او ډاکټرانو په شخصي او دولتي روغتونونو کې کار بنديز پاى ته و رساوه، خو د چارشنبې په ورځ وسلوالو بيا په سپينه ورځ د کوټې ښار پر بروري سړک باندې د اعصابي ناروغيو مختصص ډاکټر غلام رسول له خپل موټره کښته کړ او د وسلو په زور يې و تښتاوه.

د تښتول شوي ډاکټر د تښتونې په خلاف ډاکټران د چارشنبې په ورځ په سمدستي سړکونو ته او د بلوچستان د اعلى وزير او والي د دفتر پر لور غزېدلى سړک يې د موټرو پر مخ وتاړه.

د پنجشنبې په ورځ هم ډاکټرانو د دولتي او شخصي روغتونونو د معايناتو په څانګه کې کار بنديز اعلان کړى وو او د يوې مظاهرې په ترڅ کې يې شعارونه ورکړل.

ډاکټرانو پر حکومت انتقادونه وکړل او د ډاکټرانو د ډاډمن امنيت ساتلو او د تښتول شوي ډاکټر غلام رسول د را خوشې کولو غوښتنه يې وکړه.

مظاهرې ته په وينا کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر سلطان ترين وويل، دوي به تر هغه وخته پورې چې ډاکټر يې نه وي را خوشي شوى که څوک مري هم کار به ونه کړي:

"زموږ احتجاج به دوام لري، احتجاجونه به کوو، د لوږې اعتصاب به کوو، چې وس مو رسېږي هغسې احتجاج به کوو او موږ پرېکړه کړې چې دغه غله داړه ماران چې که يې حکومتي وزيران ملګري دي که بل هر څوک بې لايسنسه وسلې به ورپسې را اخلو او د دوى مخه به نيسو او له درېوو بجو وروسته به د عاجلو ناروغانو څانګې ته هم کولپونه ور ولګوو"

د کوټې د پوليسو مشر وزير خان ناصر وايي د تښتول شوي ډاکټر د تښتونې قضيه يې درج کړې او په وسلوالو پسې يې پلټنې پيل کړې دي. بل لور ته د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيساني هم د تښتول شوي ډاکټر د موندنې لپاره پوليسو ته جدي امر کړى دى.

د ډاکټرانو کاربنديز يو ځل بيا کوټې ښاريان او له شاوخوا سيمو د درملنې لپاره کوټې ته راتلونکي ناروغان له ستونځو سره مخامخ کړل. د کوټې په دولتي روغتون کې د درملنې په هيله راغلى يو ناروغ حمير اقبال وايي:

"دوې اوونۍ وشوې ناروغه يم، کله چې هم راځم د ډاکټرانو کاربنديز وي، دا ستونځه خو داسې نه حل کېږي، دوى خو بايد د ناروغانو غم هم وخوري، ناروغان له يوه بله ځايه راځي دوى چېرې لاړ شي، دا خو ښه کار نه دى، دا خو انصاف نه دى"

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو دوو کلونو کې له کوټې څخه په لسګونو تنه تجاران، ډاکټران او قانونپوهان د وسلوالو له خوا تښتول شوي چې ځينې يې د ميلينونو کلدارې په بدل کې بيرته را خوشي شوي او ځينې وژل شوي دي خو حکومت لا هم د دا ډول پېښو په مخنيوي کې پاته راغلى او په هيڅ يوه پېښه کې د لاس لرونکيو تښتوونکيو په نيولي نه دي بريالي شوي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG