د ميدان وردګو دولتي چارواکي وايي، چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې پېنځه تنه عام وګړي له موټر څخه کښته کړي او تېره شپه يې وژلي دي.
دوي وايي، وژل شوي کسان د جلرېز اوسېدونکي وو او له کابل څخه دغې ولسوالۍ ته روان وو.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وآيي، چې وسله والو طالبانو د وژلو شويو کسانو جسدونه د ميدان ښار ته څېره غورځولي خو دوي لا تر اوسه نه دي پېژندلي .
دی وايي، د لومړنيو پلټنو په اساس ويلای شي چې وژل شوي کسان عام وګړي وو:
"تېر ماښام پېنځه تنه له کابل څخه جلرېز ته روان وو، چې په لاره وه وسله والو طالبانو کښته کړي او تېره شپه يي وژلي دي. وسله والو د وژلو شويو کسانو جسدونه ميدان ته ښار ته نږدې غورځولي دي.
تر اوسه پورې د شويو پلټنو په اساس وژل شوي کسان ټول عام وګړي دي او د جلرېز اوسېدونکي دي."
بله خوا بيا تېره شپه د ايساف هوايي ځواک د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې پېنځه تنه وسله والو طالبان چې د سړک پر غاړه يې ماينونه خښول په نښه کې کړي او څلور تنه يې ورڅخه وژلي دي.
ويل کېږي، چې وژلو شويو ماين خښوونکيو غوښتل د خالد بن وليد له ليسې سره د سړک پر غاړه ماينو خښ کړي .
د ميدان وردګو د والي وياند وايي چې د ماين خښوونکو په ډله کې ټپی شوی کس هم تر اوسه پورې چا نه دې پېژندلی .
دی وايي، د وسله والو يو دوه موټر سايکلونو چې ورڅخه پاتي شوي وو اوس له افغان سرتېرو سره دي:
"بېګاه په نرخ ولسوالۍ کې پېنځه تنه ماين خښوونکيو غوښتل چې د خالد بن وليد لېسې ته نږدې د سړک پر غاړه ماينونه خښ کړي ايساف سرتېرو بريد ورباندې کړی دی او څلور تنه يې ورڅخه وژلي دي.
په پېښه کې يو تن وسله والو ټپي شوی خو تر اوسه يي هويت نه دی مالوم چې څوک دی. د پېښې په ځای د وسله والو دوه موټر سايکونه د امنتي ځواکونو لاسته ورغلي ."
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو وياند بولي وايي، تر اوسه پورې د يوې پېښې په اړه هم دوي ته کوم مالومات لاسته ته نه دي ورغلي.
څو ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو په جلرېز ولسوالۍ کې همدومره افغان مزدوران نيولي او وژلي وو .