د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۹

″په ختیځ کې د سرحدي پولیسو تاسیسات د استفادې وړ نه دي″


په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د څارنې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ادارې په یوه نوی راپور کې د افغان سرحدي پولیسو د تاسیساتو له څرنګوالي پرده پورته کړې او وایي؛ اکثره دغه تاسیسات چې د امریکا له خوا میلیونونه ډالر پرې لګیدلي ډیر خراب جوړ شوي؛ چې اوس تر ډېره یا خالي دي او یاهم د هغه مقصد لپاره ترې کار نه اخیستل کیږي؛ چې په هدف یې جوړشوي و.

د امریکا د دولتي څارونکې ادارې پلټونکو په افغانستان کې د سرحدي پولیسو څو مرکزونه چې د امریکا په مرسته جوړ شوي؛ موندلي چې اوس ترډیره یا په کې څوک نه اوسي او یاهم تخلیه شوي دي.

د دغې نوې څیړنې نتیجې په راتلونکې کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږدولو په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.

په هغه راپور کې چې د دغې ادارې له خوا نن خپریږي، د نورو مسایلو ترڅنګ د یوه مورد یادونه شوې او ویل شوي؛ چې پلټونکو یومرکزموندلی چې د اوبو د سیسټم د نشتوالي له امله افغان سرحدي پولیسو ترې هیڅ کار نه دی اخیستی.

دا په ننګرهار کې د لال پورې دوهم مرکزدی. بل مرکز به هم چې نازیانو کې دی، ویل کیږي، چې ډیر ژر به تخلیه شي، ځکه ودانۍ یې ډیره خرابه جوړه شوې چې چټلو اوبو یې اوس سراخیستی دی.

د افغانستان د بیارغونې پرچارو د امریکا د څارنې سرپلټونکې ادارې په دغه نوي راپور کې چې د روان کال د جنوري او جولای د میاشتو د څیړنې په نتیجه یې کې برابر کړی؛ ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي پولیسو له څلورو مرکزونو څخه چې کتل شوي، درې یې یاخالي دي او یاهم د هغه څه لپاره ترې کار نه اخیستل کیږي؛ چې په مقصد یې جوړ شوي وو.

په هردغه مرکزکې د ۹۳ سرحدي پولیسو د اوسیدو اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپورسره سم د دغې نوې څیړنې نتیجې په افغانستان کې له پلان سره سم په ۲۰۱۴ کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال له پلان مخکې په دې هیواد کې د امریکا پرپانګونې نوی سیوری غوړوي.

د یوه افغان امنیتي ځواکونو روزل او پیاوړي کول، چې په خپله د هیواد امنیتي چارې سمبالې کړای شي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ستراتیژۍ اساسي محورجوړوي، خو دغه راپورښیي، امریکا چې کله له افغانستانه وځي ترشا څه ډول یوجوړښت پریږدي او ایا افغان حکومت به دوام راوړي.

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپورله مخې د سرحدي پولیسو څلور مرکزونه؛ چې امریکایي پلوټونکو لیدلي، په ننګرهار کې چې یو مهم سرحدي ولایت دی موقعیت لري. یوه لویه لاره کابل له همدې ولایت سره نښلوي چې مهمه پوځي تدارکاتي او د سوداګرۍ لاره ګڼل کیږي.

دا د هغو لسګونو امنیتي تاسیساتو یوه برخه ده، چې افغان امینتي ځواکونه به یې په دې هېواد کې د یوې لسیزې بیارغونې کارونو په نتیجه کې له امریکا او نورونړیوالو مرستندویانو څخه ترلاسه کوي.

د افغانستان د بیارغونې پرچارو د څارنې لپاره د امریکا ځانګړی لوی پلټونکي په دغې نوې څیړنه کې د تاسیساتو د خراب جوړښت په اړه کره شواهد ترلاسه کړي دي.

د بیلګې په توګه د څو موردو یادونه کوي او وایي، د جنریتورنو لپاره د سوند موادو د پایپونو د لیک له امله د اورلګیدو پیښې رامنځ ته شوي، په تاسیساتو کې د ناپاکو اوبو د پیپونو د نه غزیدوله امله د ابوسیسټم خراب شوی او دروازې هم داسې ایښودل شوي؛ چې اکثره نه پورې کیږي.

په یوه مورد کې ویل شوي، چی د لال پورې د لومړي نمبر مرکز له یوې لویې خونې څخه د چرګانو د ساتلو لپاره کاراخیستل کیږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د افغان سرحدي پولیسو لپاره په دغو څلورو مرکزونو چې قرارداد یې یوې افغان ساختماني کمپنۍ ترلاسه کړی و؛ چې نژدې ۱۹ میلیون ډالره پرې لګیدلي دي.

د امریکا د پوځ د انجینرۍ څانګې چې دغه قرارداد یې د روډ انډ روف افغان ساختماني شرکت ته ورکړی و؛ د دغه راپور په عکس العمل کې په کتبي ډول ویلي، چې د دغو ستونزو د لیرې کیدو لپاره چې پلوټونکو پیدا کړي، کار کوي.

خو دې څانګې داهم ویلي، چې په هېواد کې بې ثباتۍ ته په پام سره دا ډیره ګرانه ده؛ چې د تاسیساتو د جوړولو کارپه تیره بیا په لیرې پرتو سیمو کې وڅارل شي.

دغې ادارې ویلي، دغه څلور مرکزونه هم په ډیرو لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوي چې ورته تګ تقریباً ناممکن دی.

د امریکا کانګرس له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې لپاره نژدې نوي میلیارډ ډالره پیسې بیلې کړي؛ چې ۵۲ میلیارډ ډالره یې د افغان امنیتي ځواکونو د تشکیل او تمویل پرچارو لګول شوي دي.
XS
SM
MD
LG