په داسې حال کې چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو حملې زیاتي شوي دي ،افغان او ناټو مقامات وايي د ناټو په مقایسه د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ٥ چنده ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه وځي او افغان پولیس او اردو به په یوازې سر د وسله والو مخالفانو پرضد د جګړې مسولیت پر غاړه اخلي.
د افغان دولت د معلوماتو له مخې په تېرو څلورو میاشتو کې ۸۵۳ سرتیري او پولیس د وسله والو په حملو او نورو پېښو کې وژل شوي دي .
په همدې موده کې بیا د ای کژولټیز ډاډ اورګ ویبپاڼې د معلوماتو پر اساس چې د بهرنیو سرتیرو د مرګ ژوبلې شمیره خپروي، د ناټو تلفات ۱۶۵ دي.
په تیره مۍ میاشت کې ولسمشر حامد کرزي خبردارى ورکړ چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به د افغان ځواکونو مرګ ژوبله لا پسې زیاته شي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي فرانس پریس اژانس ته ویلي په تیرو څلورو میاشتو کې د دوى ۶۳۵ پولیس وژل شوي او ۱۲۴۶ نور ټپیان شوي دي.
خو ښاغلی صدیقي وايي چې په همدې موده کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د دولت د وسله والو مخالفانو شمېر څه د پاسه یو زر او اوه سوه ته رسېږي.
ایساف تیره اوونۍ په یوه راپور کې وویل چې د تیر کال د درېیو میاشتو په مقایسه کې د روان کال په همدې موده کې د دولت د وسله والو مخالفانو په حملو کې یوولس په سلو کې زیاتوالى راغلی دی.
د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده فرانس پریس ته ویلي پر افغان ځواکونو د د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو د زیاتوالي هدف د افغان ځواکونو د روحيي او مورال ټیټول او د هغو کسانو وېرول دي چې غواړي په افغان ځواکونو کې شامل شي.
ایساف وايي پر افغان ځواکونو د وسله والو مخالفانو د حملو د زیاتوالي تر شا دوه سببونه دي، لومړي سږ کال د اپیمو ژر راټولېدل چې د طالبانو اساسي مالي منبع بلل کېږي او دويم افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارل.
په عین حال کې د دفاع وزارت وايي چې په تیرو څلورو میاشتو کې د دوى د وژل شويو سرتیرو شمیر ۲۱۸ ته رسېږي.
خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د جګړو د ښکیلو خواوو سربیره د افغانستان ملکي وګړو ته هم ستر ځاني تاوانونه اوښتي دي.
ملګري ملتونه وايي یوازې په ۲۰۱۱ کال کې درې زره او یویشت ملکي افغانان چې زیاتره يې د وسله والو د حملو ښکار شوي، د افغانستان په روانه جګړه کې وژل شوي دي.