د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۳

افغانان وایي، اداري فساد نور نو د زغملو نه دی


په افغانستان کې د اداري فساد شتوالي خلک او حکومت اندیښمن کړي دي.

افغانان وایي، په حکومتي ادارو کې اداري فساد هغه حد ته رسیدلی، چې نور نو د زغملو نه دی.

د دې ستونزې پر ضد، د افغانستان د ملي او ټولنیز ارګان د غړیو له خوا د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه مظاهره وشوه.

مظاهره کوونکي چې شمېر لګسونوته رسیده، د ملي شورا مخې ته راټول شوي، د فساد پر ضد یې شعارونه ورکول او له ملي شورا یې غوښتل چې د دوي اعتراض دې، د حکومت لوړو پوړو ته ورسوي.

د مظاهرې یوه مسئول محمدکاظم ابراهیم زاده ازادۍ رادیو ته وویل:

«د حکومت په ادارو کې فساد له یوې ورځې نه بلې ته پراخیږي، خلک یي له ستونزو سره مخ کړي دي او ظلم یي وروستی حد ته رسولی، موږ مظاهره کړی او نور نه شو زغملی چې فساد دی په ادارو کې و اوسي.»

دوي وویل، د حکومت په ډیرو ارګانونو کې اداري فساد په یوه دود اوښتی، او سره له دی چې حکومت ورته په لسګونو ځانګړې ادارې ګمارلې خو دې ادارو تر اوسه داسې یوغوڅ عمل نه دی کړی، چې په فساد کې ښکېل کسان دې، محاکمه کړي.

د افغانستان جمهورريیس حامد کرزي هم څو ورځې مخکې د دولت د درې ګونو قواو په ګډه غونډه کې اداري فساد لویه ستونزه وګڼله.

کرزي په خپلو څرګندونو کې تاکېد وکړ، چې د خپلې واکمنی په پاتې دوو کلونو کې به د اداري فساد پرضد په ټول قوت سره مبارزه وکړي.

د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدلو د کمیسیون رییس عبیداله بارکزي ازادۍ رادیو ته وویل، د افغانستان د ملي او ټولنیز ارګان اعتراض به پرته له ځنډه په اړوند کمیسیون کې وڅیړي او ملاتړ به یي وکړي:

«ولسي جرګه دې ته متوجه ده، په دی اوونۍ کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د یوې طرحې په جوړولو بوخت یو، د دې ځوانانو او خلکو اعتراضونه به راټول کړو او غواړو د جرګې په عمومي غونډو کې پرې مسلسل او جوړوونکو بحثونه ولرو.»

پرافغان حکومت او خلکو سربیره نړېواله ټولنه هم په دې هېواد کې د اداري فساد پر شتون اندیښمنه ده.

نړېوالې ټولنې ډیر ځلي ویلي چې په افغان ادارو کې د فساد د شتون له امله نه شي کولای چې د خپلو مرستو د لګښت ټول واک افغان حکومت ته ورکړي.

افغان حکومت د توکېو په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د اداري فساد پر ضد به مبارزه پراخه کړي.

بل خوا افغان چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د مرستو په لګښت کې، بهرنی موسسې لوی لاس او واک لري او فساد یي د افغان ادارو په نسبت څو برابره زیات دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG