د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

د پېښور سترې محکمې د دوو افغان مینانو په باب فیصله واوروله


د پېښور د سترې محکمې مشر دوست محمد خان
د پېښور د سترې محکمې مشر دوست محمد خان
د پيښور عالي محکمې د هغه افغان زلمي او افغانې پيغلې په باب فیصله واوروله؛ چې وايي، له دې امله پاکستان ته راتښتیدلي، چې کورنیو يې د دوی له واده سره مخالفت کاوه.

هېواد او مریم دوه هغه مینان دي، چې د خپلې خوښې واده کولو په جرم کور کلي پریښودو ته مجبور شوي دي او دا وخت د اسامه بن لادن په پناه ځای یعنې ایبټ اباد کې له کړاوونو او ویرې ترهې ډک ژوند تیروي.

د پيښور عالي محکمې مشر قاضي دوست محمد خان؛ د دوشنبې په ورځ له خپله لوري د راغوښتل شوې محاکمې په پای کې؛ امنیتي او حقوقي ارګانونو ته امر وکړ؛ چې د هیواد او مریم ژوند خوندي کړي او د دوی ټول ضروریات په پام کې نیولو سره لازم اقدامات وکړي.

دوست محمد خان وویل، هېواد و مریم ته د سر سیوری، خوراک، څښاک او د ژوندانه نورې اسانتیاوې برابرول د حکومت پر غاړه دي او ټينګار يې وکړ؛ چې اړوندې ادارې باید په دې لړ کې هیڅ غلفت ونه کړي.

هغه پولیسو ته امر وکړ، چې د هیواد و مریم امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي او ټینګار يې وکړ چې په دې برخه کې به هیڅ ډول بې غوري ونه زغمل شي.

مریم، چې تور پوړنی يې پر سر و د قاضي پر وړاندې اقرار وکړ؛ چې له هیواد سره مینه لري او د همدې مینې زور و؛ چې خپل کور کلي پریښودو ته يې اړ ویسته.

مریم دا هم وویل، چې کورنۍ يې غوښتل یوه سپين ږیري سړي ته يې واده کړي؛ خو دې د شریعت په رڼا کې له هېواد سره د ګډ ژوند تیرولو فیصله وکړه.

هیواد چې په سترګو او تندي يې د پریشانۍ نښې له وایه ښکاریدې قاضي ته وویل؛ مریم يې خوښه ده او دوی دواړه په خپله خوښه له یوبل سره اوسیدل غواړي.

هیواد و مریم شل پنځه ویشت ورځې وړاندې له افغانستانه په دې خاطر پښې سپکې او په ایبټ اباد کې يې پناه واخیسته؛ چې په خبره يې کورنیو يې د دوی له واده سره مخالفت کاوه.

څو ورځې وړاندې، د دغه ښار پولیسو دواړه ونیول، هیواد يې محافظوي توقیف او مریم يې یتیم خانې ته ولیږدول، خو وروسته تر دې چې خبره تر مطبوعاتو ورسیده؛ د پيښور محکمې مشر قاضي له خپله لوري دغه دوسیه تعقیب او اړوندو ادارو ته د لازمو اجراتو امر وکړ.

دغه دواړه مینان، چې تیره میلادی میاشت د خپل یوه پاکستاني ملګري په مرسته تر ایبټ اباده ورسیدل افغانستان ته بیرته ستنیدل ناممکنه ګڼي او وايي، که خپل کور کلي ته ستانه شي نو وبه وژل شي.

په افغانستان کې اجباري ودونه نوې خبره نه ده، دغه ناوړه دود د ډيرو پيغلو و ځوانانو هیلې له خاورو سره خاورې کړی دي.

خو د چارو کارپوهان د کورنۍ عزت د ژغورنې په نوم له خپلو شرعي او طبیعي حقوقو څخه د هلک و نجلۍ محرومول د شرعي او د هیواد د مروجه قوانینو برعکس بولي او غوښتنه کوي؛ چې اړوندې ادارې باید دغه مشکل ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG