د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د سوریې په پایتخت او ″حلب″ ښار کې جګړې روانې دي


په دمشق او د سوریې په دوهم لوی ښارحلب کې جګړې روانې دي.
د دواړو لویو ښارونو یوشمېر سیمې د وسله والو مخالفانو په لاس کې دي؛ خو د حکومت یوې مخالفې سرچینې تایید کړه، چې حکومتي ځواکونو په دمشق کې د میزي سیمه بیرته نیولې ده.

په حلب کې پرون سختې نښتې روانې وې او د بشارلاسد رژیم ته وفاداره ځواکونو هڅه کوله؛ چې د مخالفانو له لورې لاندې شوې سیمې بیرته ونیسي.

د حکومت یوه مخالف جنګیالي په حلب ښار کې وویل؛ چې د بشارالاسد د رژیم پرضد به د دوی مبارزه دوام وکړي.

″که خدای کول موږ به د حلب د ازادولو لپاره وړاندې تګ وکړو او وروسته به د دمشق او د جمهوري ریاست د ماڼۍ پر لوري حرکت ته دوام ورکړو؛ چې له هغه ځایه خاین لیرې کړو.″

د راپورونو له مخې په حلب کې د استخباراتو د ادارې ودانۍ ته نژدې نښتې شوي دي.

د سوریې د رژیم مخالفینو دغه راز د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه؛ چې ترکیې ته نژدې باب السلامه ښاریې نیولی دی.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې له خوا په یوه ویډیو کې چې پرون یې خپره کړې؛ وسله وال سړي لیدل کیږي، چې ګډې پولې ته نژدې د سوریې بیرغونه له ځان سره لیږدوي.

″موږ باب السلامه وروسته تردې چې د اسد ډلې ټپلې محاصره کړې؛ ازاد کړ. هغوی له سختو تلفاتو وروسته سیمه پریښوده. په هغه سیمه کې چې زه له خپلود سوریې د ازاد پوځ له جنګیالیو وروڼو سره ولاړیم، باب السلامه ته د ننو تو دروازه ده. دغه ودانۍ موږ له ترکیې څخه بیلوي.″

د ترکیې یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس اژانس ته تایید کړه؛ چې باب السلامه د سوریې د رژیم وسله والو مخالفینو نیولی دی.

په عین حال کې په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې په یوه نوي راپور کې وویل؛ چې په سوریه کې د تیرکال د مارچ له میاشتې راهیسې؛ چې د اسد د رژیم پرضد پاڅون پیل شوی، د وژل شویو کسانو شمېر له نولس زرو تنو اوړي.
XS
SM
MD
LG