د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

یوشمېر ايرانيان د حجاب له حتمي کېدو سره مخالفت لري


زیات شمیر ایرانیان په دې هیواد کې د حجاب له حتمی کیدو سره مخالفت څرګندوي. په ایران کې د ١٩٧٩ میلادی کال ، تر اسلامی انقلاب وروسته حجاب پر ښځو تحمیل شو.. په ایران کې ښځې له تیرو دریو لسیزو حجاب اغوندي.

یو شمیر ایرانۍ ښځې په خپله خوښه حجاب کوي، خو حجاب په ایران کې حتمي دی، نو یو شمیر ښځې د مجبوریت له مخې دیته غاړه ږدي. له حجاب څخه سرغړونه د قانون ماتول ګڼل کیږي.

خواوس زیات شمیر ایراني میرمنې ، پر فیسبوک او نورو انټرنټي سایټونو له دې مسئلې سره مخالفت څرګندوي.

د ښځو او سړو په شمول ، یوشمیر ایرانیانو په وروستیو کې پر فیسبوک د (اجباري حجاب نه منو) تر نوم لاندې یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړه . په دې پاڼه کې له هیواد څخه بهر میشت ایرانیان هم غړیتوب لري.

دوی غوښتنه کوي، چې ښځې باید د څادر پر سر کولو یا نه اغوستلو د پریکړې ازادي ولري. د دې پاڼې تنظیمونکي وايي، چې حتی یوشمیرهغه ایرانۍ میرمنې، چې په خپله خوښه څادر اغوندي، باور لري ، چې دا مسئله باید اجباري نه وي.

د دې کمپاین تنظیموونکي وايي، چې دوی د پوهنتونونو ازاد فکره یا لیبرال محصلین او فارغان دی. دوی وايي، چې دا کمپاین یې له ایراني میرمنو سره د پيوستون او خواخوږۍ له مخې پیل کړی دی.

د دوی په باور، ښځې باید د حجاب د پریکړې ازادي ولري. ګڼ شمیر روڼ اندي ایرانیان، ژورنالیستان ، د بشري حقونو فعالین، هنرمندان او حتى دینی عالمان په دې انلاین کمپاین کې غړیتوب لري او پردې مسئله خپل نظریات خپروي.

پر فیسبوک د دې پاڼې تر جوړیدو څو ورځې وروسته یې د مینه والو شمیر پر لس زره واوښت .

د دې کمپاین مشر علي رضا کیاني د ازادې اروپا راډیوته وویل، چې د دې پاڼې تر نیمايي زیات مینه وال په هیواد کې دننه میشت ایرانیان دي. کیاني تقریبا یو کال مخکې له ایران څخه وتلی دی .

کیاني وايي، دا چې په ایران کې ښځې په دوامدار ډول د جامو په خاطر تر فشار لاندې دي د ده لپاره ډيره ځورونکي مسله ده .د کیاني په باور، د حجاب اجباري کول ښځو او سړو ته توهین دی.

ده وویل:

“موږ غواړو خپله خبره د هغو اصلاح غوښتونکو او روڼ اندو دیني عالمانو تر غوږه ورسوو، چې د انقلاب په پيل کې د حجاب د اجباري کیدو ملاتړ کوونکي وو او یا پټه خوله پاتې شوي دي . زموږ په باور ، دا کسان باید نن یو واضح دریځ خپل کړي، تر څو د سبا ورځې ایران ازاد وی او هیڅ ډول اجبار یا د حجاب تحمیل وجود ونه لري”

په ایران کې پر ښځو د اجباري حجاب عملي کول د دې هیواد د چارواکو لپاره له اوږدې مودې راهیسې یوه عمده ستونزه بلل شوې ده .

په تیرو دیرشو کلونو کې ، ایرانۍ ښځې د بشپړ حجاب د نه مراعت کولو په خاطر تر فشار لاندې وې، نیول شوې او حتي مجازات شوې دي.

په ایران کې پرنارینه وو، هم د ویښتانو او یا د ظاهري شکل د څرنګوالي په خاطر ، چې چارواکي ېې له اسلامی اصولو سره مخالف وګڼي ، بیلا بیل فشارونه موجود دی.
XS
SM
MD
LG