افغانستان
په کندهار کې پنځه تنه ماین ایښودونکي ووژل شول
افغان پولیسو په دغه ولایت کې وویل، پرون د پنجوایي ولسوالۍ په نودې سیمه کې د نښتې پر مهال پنځه ماین ښخوونکي ووژل شول او دوه تنه یې ټپیان شول.
د پولیسو په وینا له دغو تروریستانو څخه پنځه کلاشینکوفونه، یو راکټ او یوه اندازه چاودیدونکي مواد نیول شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جرمني منځني ختیځ کې خپل یوشمېر ډيپلوماتان، خوندي سیمو ته لېږدولي
د جرمني حکومت په منځني ختیځ کې له شخړو وروسته په یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې ایران او عراق کې خپل ډيپلوماتان له اصلي ځایونو نورو سیمو ته لېږدولي دي.
رویټرز د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې دغه اقدام د ګواښوونکي وضعیت په خاطر د لنډ وخت لپاره ترسره شوی دی.
سرچینې نه دي ویلي چې دغه ډيپلوماتان کومو ځایونو ته انتقال شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د سویس سفارت هم وویل چې تهران کې یې خپل سفارت د لنډ وخت لپاره بند کړی دی.
پر ایران د اسراییل او امریکا د ګډو بریدونو نن ۱۳مه ورځ ده.
د بشري حقونو د څار سازمان: د بشري حقونو د نقض عاملان باید ځواب ویونکي شي
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، د بشري حقونو د لویو سرغړونو د عاملانو د ځواب ورکولو کلیدي میکانیزم باید ژر تر ژره عملي شي.
دغه میکانیزم تېره اکتوبر میاشت کې جوړ شوی دی.
په دغه سازمان کې د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي:" نن خوښه یم چې وایم دا میکانیزم شته، باید تکراره کړم چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه، د بشري حقونو د نقض په وړاندې د مصونیت کړۍ ماته شوه، د ځواب ویلو او عدالت د پلي کولو واقعي چانس رامنځته شو."
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو او نجونو حقونه ورکړي، خو نړیوالو بشري سازمانونو د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د لومړنیو حقونو په نقض تورن کړی دی.
اف بي ای ژمنه کړې چې په افغانستان بندي امریکايان به بیرته امریکا ته ستانه کړي
د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې (اف بي ای) ژمنه کړې چې په افغانستان بندیان امریکايان به بیرته امریکا ته ستانه کړي.
دغې ادارې یو ځل بیا یادونه کړې چې امریکا متحده ایالاتونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت د (ناعالادنه نیونو) د ملاتړي حکومت په توګه پیژندلی دی.
اف بي ای پرون سه شنبې ناوخته د (مارچ لسمه) پر خپلې ایکس لیکي،"د یرغمل شویو د همغږۍ مرکز په بهر کې د یرغمل شویو امریکایانو د خلاصون هڅې همغږې کوي او د دغو کسانو له ازادیدو وروسته د هغوی له کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي".
د دې ادارې په ټکو،"موږ د یرغمل شویو د خلاصون په برخه کې خپلې پریکړې عملي کوو".
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دوشنبې ناوخته اعلان کړی و چې "طالبان باید په افغانستان کې ناعادلانه توګه نیول شوي امریکایان له هغې ډلې دنیس کویل او محمود شاه حبیبي راخوشي کړي".
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روبیو دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې هیڅ بهرنۍ وګړی په افغانستان کې بندي نه دی.
بل پلو، د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتونو استازي ادم بوهلر پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې ویلي و،"اوس مهال درې "بې ګناه" امریکایان په افغانستان کې بندیان دي.
طالبان؛ د پاکستان په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي
د طالبانو د حکومت ویاند وايي،"د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي".
حمدالله فطرت نن چهارشنبې د (مارچ ۱۲مه) د افغانستان کورنیو رسنیو په یو غږیز پیغام کې ویلي،" په تیرو ۲۴ساعتونو کې پر پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست ولایتونو د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي".
د هغه په ټکو، " د هاوانونو او توپونو په بریدونو کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم رسیدلي دي".
نژدې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه دی.
طالبان وايي،"پاکستاني ځواکونه ملکیان په نښه کوي"، خو پاکستان ادعا لري چې طالب ځواکونو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱مه د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ بریدونه وکړل چې د یوې کورنۍ اتلس غړي په کې ووژل شول.
د دغې جګړې له پیل راهیسې د افغانستان په خیتځ او یو شمیر نورو سرحدي سیمو کې د ملکیانو له مرګژوبلې سربیره په زرهاوو کسان د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.
جاپان له افغان کډوالو سره دوه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې
جاپان له ګاونډیو هېوادونو راستنیو شویو افغان کډوالو سره دوه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.
دغه مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشینرۍ له لارې له ایران او پاکستانه پر راستنو شویو کډوالو ویشل کیږي.
دغې کمشینرۍ نن چهارشنبې د (مارچ۱۲مه) په یوې اعلامیه کې ویلي،"په تیر۲۰۲۵کال کې نژدې درې میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي".
د دې ادارې په خبره، راستانه شوي په عاجله توګه سرپناه، خوړو او د ژوند اولیه مرستو ته اړتیا لري.
دا مرسته په داسې حال کې ده چې په ایران د جګړې له پیل راهیسې په دې هېواد کې میشت افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستنیږي.
جاپان له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته کړې وه.
اروپايي ټولنه وايي، ۲۷۰ ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي
اروپايي ټولنه وايي، ۲۷۰ ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي.
د دغې ټولنې د بشري او ملکي مرستو د ساتنې څانګې د سه شنبې په ورځ پر ایکس پاڼه ویلي،" دا خوارکي توکي په دریو پروازونو کې انتقال شوي دي".
وړاندې راغلي، په دغو خوارکي توکو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ځانګړي خواړه هم شامل دي چې د یونیسیف له لارې به، په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته وویشل شي.
یونیسف د دوشنبې په ورځ ویلي و، "غواړو په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر پوښښ لاندې راولو".
د خواړو نړیوال پروګرام وايي، "نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي".
یو درې کسیز پاکستانی پلاوی کابل ته تللی
په کابل کې ځايي رسنیو نن وویل چې د مولانا فضلالرحمان خلیل په مشرۍ د پاکستان یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.
سرچینې ویلي، دغه پلاوی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د اختلافونو د حل او د کابل او اسلامآباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو لارې چارې وڅېړي.
ویل کېږي چې په دې پلاوی کې، د مولانا فضلالرحمان خلیل تر څنګ، مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.
طالبانو د «ناحقه نیونو د هیواد» په توګه د افغانستان پر اعلانېدو خواشیني وښوده
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د امریکا پر وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناحقه نیونو ملاتړی هېواد» بللی، خواشینۍ څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
د دې وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي نن (سېشنبې) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد وګړي د معاملې یا فشار لپاره نه نیول کېږي. د هغه په وینا، ځینې کسان د قانون د سرغړونې په تور نیول شوي، خو ډېری یې وروسته د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.
وزارت همدارنګه یادونه کړې چې په تېر یو کال کې دوی د ښه نیت د څرګندولو په توګه د ځینو امریکایي وګړو په اړه څو مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په خبرپاڼه کې د قطر رول هم ستایل شوی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې یې مرسته کړې ده. وزارت ټینګار کړی چې د اړیکو دوام او د ستونزو حل باید د ډیپلوماتیکو لارو او تعامل له لارې ترسره شي.
تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "غیر عادلانه توقیفونو ملاتړی په فهرست کې شامل کړل شوی دی.
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."
له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.
امریکا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو" ملاتړی هیواد اعلان کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو ملاتړی هیواد دی".
مارکو روبیو تیره شپه پر ایکس شبکه په یوه پیغام کې لیکلي چې طالبان هڅه کوي د "ترهګریزو تاکتیکونو" په کارولو سره امتیازات ترلاسه کړي، خو دا طریقه به تر اوسنۍ ادارې لاندي متحده ایالاتونو سره کار ونکړي.
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."
له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.
هغه زیاته کړه چې درې "بې ګناه" امریکایی اتباع اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي او د دوی د پرېښودل کیدو وخت دی.
طالبانو تر اوسه د امریکایی چارواکو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
په م.م د پاکستان استازي د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د هند او افغانستان تورونه رد کړل
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار، د امنیت شورا په غونډه کې د هند او افغانستان د استازو هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان له خپلو پولو ورهاخوا د سختدریځو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د هند او افغانستان استازو پر پاکستان تور پورې کړ چې د پولې پورې غاړې وسلهوالو فعالیتونو ملاتړ کوي.
پر پاکستان دا تور له څو لسیزو راهیسي د افغانستان او هندوستان حکومتونه لګوي.
په امنیت شورا کې د افغانستان او هندوستان د تور په ځواب کې د پاکستان استازي وویل چې دا نیوکې د هغو تروریستي ګواښونو د پټولو لپاره دي چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته متوجه دي. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان تل د تروریزم قرباني شوی دی.
عاصم افتخار د پاکستان د هغو اقداماتو دفاع وکړه چې ده د تروریزم پر ضد مبارزه وبلله او ویې ویل چې دغه هیواد د وسلهوالو ډلو پر ضد د مبارزې او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره جدي هڅې کړې دي.
پاکستان له تېرو څه باندې لسو ورځو راهیسي پر افغانستان بمباري او بریدونه پیل کړي او وايي چې دا جګړه به یې تر هغو دوام لري چې د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.