د بریتانیا صدراعظم د روان میلادي کال په جریان کې، له افغانستان څخه د خپلو یو شمېرعسکرو د وتلو له پلان څخه ملاتړ وکړ.
ډیویډ کامرون هلمند ته په خپل سفر کې دا خبره کړې ده، هلمند ته د ده سفر مخکې له مخکې نه وو اعلان شوی.
ده په هلمند کې له افغان چارواکو سره ولیدل او پر دې مسله یې خبرې ورسره کړې دي.
په هلمند کې اوسمهال لږ تر لږه ۹۵۰۰ بریتانوي عسکر د ایساف تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.
د بریتانې صدراعظم په هلمند کې د خپلو عسکرو د کار ستاینه وکړه، ده وویل:
"تر هغه ځایه، چې د روحیې مسله ده، د بریتانیې وسله وال ځواکونه او د هغوي کړنې زما له بشپړ ملاتړ څخه برخمنې دي.
هو !
موږ له خپلو عسکرو غواړو، چې زموږ په استازيتوب زیات کار وکړي. زه فکر کوم، چې د دفاعي بودجې درلودل د ټولو په ګټه خبره ده تر څو زموږ د فعالیتونو موثریت زیات کړي."
ډیویډ کامرون د هلمند په مرکز لشکرګاه او د نادعلي په ولسوالۍ کې د بریتانوي عسکرو له پوځي مرکز څخه لیدنه وکړه.
ده وویل، چې د ده په باور له نړېوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي قواوو ته د امنیت د ټینګولو د مسولیت سپارلو بهیر ښه روان دی.
د اسوشیتد پرس په حواله، کامرون له خپلو عسکرو سره د چای او جوس څښلو لپاره د هغوي په پوځي مرکزونو کې تم شو او د بریتانیې عسکرو د خپلو افغان ملګرو له فعالیت څخه خوښي څرګنده کړه.
یوه بریتانوي عسکر ډیویډ کامرون ته وویل، چې افغان عسکر له بریتانوي عسکرو توپير نه لري، یوڅه تنبل دي، خو پرمختګ غواړي او د طالبانو د ځپلو لیوالتیا لري.
بریتانیا پلان لري، چې د روان میلادي کال د ډیسیمبر په میاشت کې خپل ۵۰۰ عسکر له افغانستان څخه وباسي، خو له افغانستان څخه د زیاتو بریتانوي عسکرو د وتلو ځانګړي وخت لا نه دی اعلان شوی.
ډیویډ کامرون وویل، چې له افغانستان څخه د بریتانوي عسکرو د وتلو په اړه جزیات به د ۲۰۱۳ میلادي کال تر پایه اعلان شي.
ناټو پلان لري، چې ټول امنیتي مسولیتونه د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.
هلمند ته د ډیویډ کامرون سفر په داسې حال کې وشو، چې ۹ تنه افغان عسکر د سې شنبې په ورځ د وسله والو په یوه حمله کې ووژل شول.
دا خبر د هلمند د والي د دفتر په حواله خپور شوی دی، د والي دفتر ویلي دي، چې حمله کې ۷ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.
د امریکا له متحدو ایالاتو وروسته، بریتانیې د ایساف تر قومانده لاندې تر بل هر هېواد زیات عسکر افغانستان ته استولي دی.
له بله پلوه، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر پلان لري، چې د روان کال د سپټمبر په میاشت کې لږ تر لږه شل زره عسکر له افغانستان څخه وباسي.
څارونکې باور لري، چې دا به په هلمند کې میشت بریتانوي عسکر نور هم تر فشار لاندې کړي.