د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

په افغانستان کې د کرنې د پراختیا لپاره نوې څیړنه شوې


د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په وچه ځمکه د کښت نوې ټکنالوژي په کمو اوبو لرونکو هېوادونو کې کارول کیږي، چې څیړنې ښيي په افغانستان کې به هم ښه نتیجه ورکړي.

د دې وزارت د کرنیز پرمختګ او ترویج مشر حکیم خان حبیبي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دد ې سیستم په هکله یو شمېر افغان او بهرنیو کارپوهانو له تیرو دوه کلونو راهیسې څیړنې پیل کړې وې.

د ده په وینا د دغو څیړنو په پایله کې دوي دغه نوې ټکنالوژي په افغانستان کې ګټوره وبلله.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، (په وچه ځمکه د کرنې )دغه نوي پروګرام دا مهال یواځې په کابل او جوزجان ولایتونو کې تطبیق شوی خو ډير ژر به د هېواد نورو ولایتونو ته هم پراخ شي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان پنځه اعشاریه یو هکتاره د للمي زراعت ځمکه لري.

(وچه ځمکه د کرنې) د نوي پروګرام په اړه په یوې غونډې کې د کرنې او مالدارې وزارت مرستیال عبدالغني غوریاني وویل، چې د دې سیستم په پلي کولو سره به په هېواد کې للمي کښت ته پراختیا ورکړل شي:

(دا تجربې کولای شي زموږ بزګرانو، د ترویج څانګې همکارانو او هغو کسانو ته چې په دې برخه کې کار کوي نوې لار وښي چې څنګه کولای شي په وچه سیمه کې کرنې ته پراختیا ورکړي.

مونږ د للمي زراعت لپاره ډیرو کلونو ته اړتیا لرو، لس پنځلس کاله اړتیا لرو څو مونږ وکولای شو په دې برخه کې څیړنې بشپړې کړو.

اوس مونږ له خپلو للمي ځمکو نه ډیر کم حاصل اخلو، حتې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله نیم حاصلات ورنه اخلو، او علت یې دادی چې مونږ تر اوسه داسې ورایتونه چې د وچې ځمکې مقاومت ولري او د للمي حاصلاتو لپاره مناسب وي نه لرو.
خو که سږکال خدای غوښتي وو مونږ به یې په جوزجان کې تر سره کړو)

د کرنې او مالدارې وزارت د چارواکو په وینا د نوي سیستم په پلي کولو سره به په راتلونکو کلونو کې د هیواد په ټولو غله جاتو کې یو نیم الې دوه برابره ډیروالی راشي.

دا چې دا نوی سیستم به په افغانستان کې څومره کامیابه وي، او ددې په پلي کولو سره به د هیواد په غله جاتو کې څومره ډیروالی راشي دا به په راتلونکې کې څرګنده شي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG