په داسې حال کې چې افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د کلکه مبارزه خبر ورکوي او په دې اړه یې له نړېوالې ټولنې سره تازه ژمنې هم کړي، خو د ملي ایتلاف مشر عبدالله عبدالله تور پورې کړ، چې حکومت په دې برخه کې قوي اراده نه لري.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، کرزی د اداري فساد د لمنځه وړلو نیت نه لري او نه هم په دې برخه کې کوم کاري ټیم شته:
(کرزی د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې دعوې کوي، هغه بنیاد چې په دې برخه کې کېښودل شوی له هغې سره د مقابلې توان نه لرې، خپله عزم اراده یې نه لري، خپله نیت یې نه لري، خپله قصد یې نه لري، خپله دې داسې یو ټیم نه دی جوړ کړی چې دغه کار وکړي.)
د ملي ایتلاف مشر په داسې حال کې په حکومت تور پورې کوي، چې ولسمشر کرزي د توکیو په کنفرانسو او همدرانګه څه موده وړاندې د ملي شورا غړیو په وینا کې ویلي و، د راتلونکو دوو کلونو هڅې به یې د حکومت په ښه کولو او د قانون په حاکمیت متمرکزې وي.
ولسمشر دوه اونۍ وړاندې په یوې خبري غونډه کې ویلي و، چې د اداري فساد دله منځه وړلو لپاره یې ۱۴ګونه احکام تیار کړي دي.
د جموري ریاست ویاند ایمیل فیضي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې یاد احکام د ولسمشر لاسلیک ته پاتې دي:
(دغه احکام د لاسلیک لپاره اماده دي، چې له لاسلیک وروسته به اړوندو ادارو ته د احکام په شکل د اداري چارو له خوا استول کیږي، د دې احکامو د ضمایمو پر اساس به اړوندې ادارې او هغو ادارو ته چې دغه احکام استول کیږي، له هغو څخه به د جدي اصلاحاتو راوستلو پوښتنه کیږي، په دې کې مختلاف موارد شامل دي، کله چې دغه د ولسمشر له خوا لاسلیک شي موږ به دغه احکام له مطبوعاتو سره شریکه و.)
هغه زیاته کړه، د دې احکامو په عملي کېدو سره به د ښې حکومت دارۍ او اداري فساد په مخنیوي کې د پام وړ پرمختګونه راشي.
د افغان حکومت په ادارو کې اداري فساد نه یواځې د افغانانو اندېښنې را ولاړې کړې،بلکې په نړیواله کچه د نړیوالو مرسته کوونکو او حکومتي چارواکو ترمنځ داختلاف په مهمه مسله هم بدله شوې ده.
دوه ورځې وړاندې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رییس عزیز الله لودین هم ویلي و،چې په حکومت کې د اداري فساد دله منځه وړلو لپاره قوي اراده نشته.
رحمت الله افغان