د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۰

″د سمنګان ولایت په پېښه کې طالبانو لاس درلود″


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د سنمګانو ولایت پیښه د وسله والو طالبانو له خوا ترسره شوې ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبی په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ چې وسله وال طالبان ډیره هڅه کوي، چې په لومړي سر کې د هیواد مهم کسان که په دولتي ادارو کې کار کوي او که په ټولنیزو چارو بوخت وي په نښه کوي:

″ټول تروریستي بریدونه چې ترسره کېږي، دا ټول طالبانو، د هغو ملاتړو لکه د حقاني ګروپ، القاعدې او هغو ډلو ته چې د هېواد له پولو اخوا مرکزونه لري، ورګرځي.

په دې پیښه کې وسله وال طالبان لاس لري.″


د سمنګانو ولایت د ایبکوښار په یوه هوتل کې د شنبې په ورځ په یوه ځان وژونکې برید کې؛ د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني، د هغه ولایت د امنیت د امر انجینیر محمد خان او د انصار د پولیسو د زون د مشر سید احمد سامع په ګډون په کې کابو شل تنه ووژل شول.

ځیني راپورونه وایي، چې د هېواد په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د ډلې، د ایغور د جنګیالیو او د بدخشان په سرحدي سیمو کې د ناراضیانو د ځینو افراد شتون، خلک اندیښمن کړی دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي، په سیمه کې له دې وضیعیت او اندیښنو سره موافق نه دی.

بل خوا وسله والو طالبانو په خپلو په انټرنټي پاڼو کې پر دوی د پیښې لګیدلي تورونه رد کړي دي.

د سمنګانو د ولایت پیښه د احمد خان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې چې د ایبکو په یوه هوټل کې ترسره کېدل، رامنځته شوه.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG