د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

په ایران کې پر یو میلیون افغان کډوالو پاسپورټونه وویشل شول


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزات وایې چې په ایران کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو له ورکولو سره به دغه کډوال له ټولو هغو امتیازونو برخمن شې چې د دې هیواد اتباع یې لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې، دوی په ایران کې هغو یو ملیونو افغانانو ته چې قانوني اسناد یې نه درلودل، پاسپورټونه ویشلي.

ښاغلی موسی زی وایې چې، تمه لري د روژې نه وروسته به په دوهم پړاو کې د ۳۵۰۰۰ نورو کډوالو لپاره هم پاسپوروټنه توضیح کړي.

″په ایران کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو ویشل به د افغاني اتباعو حقونه خوندي کړي. له دې نه وروسته افغانان کولای شي د خپلو اسنادو له مخې خپل اولادونه په ایران کې ښونځیو او پوهنتونونو ته واستوي.

هغوی کولای شي روغتیایې بیمه تر لاسه کړي. دوی دغه راز کولای شي چې په کومو حالاتو کې چې د دوی حقونه مراعت نشي، د ایران محاکمو ته مراجعه و کړي.″


موسي زي زیاته کړه کوم کډوالوته چې پاسپورټونه ویشل کیږي، د ایران لخوا ورته لومړې درې میاشتنې ویزه ورکول کیږي چې بیا به یې موده نوره هم اوږده شي.

که څه هم چارواکي ډاډمن دي، چې په ایران کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو په ورکولو سره به د هغوی ستونزې هواري شي، خو یو شمیر کتوونکي په دې اړه شک څرګندوي.

دوی هغو ستونزو ته اشاره کوي، چې په دې وروستیو کې د ایرن په ځینو سیمو کې افغان کډوال ورسره مخ شوي دي.

کتونکي همداراز اندیښنه څرګندوي چې درې میاشتنۍ ویزه به د افغان کډوالو ستونزې آواري نکړای شي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي آزادۍ راډیو ته داسي وویل؛ چې له کډوالو څخه د پاسپورټونو په بدل کې له حده یې ډېرې پیسې اخیستل شوي دي:

″په ایران کې چې کوم پاسپورټونه افغانانو ته ویشل شوي له هغوې نه زیاتي پيسې اخیستل شوي. د هغوی د یوه کال کار ګټه یې ځينې اخیستې. لکه څنګه چې تاسو خبر یاست پدې وروستیو کې افغان کډوال په ایران کې د خوراکي موادو د اخیستلو او ډریوري څخه هم منع کړای شوي.

نو دا درې میاشتني پاسپورټونه چې دوی ته ویشل کیږي دا د دوی کومه ستونزه حلولی شي؟″


د راپورونو له مخې اوس مهال شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې اوسیږي.

خو زیاتره وختونه په ایران کې له کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کیږي.

که څه هم ایرانیو چارواکو په بیا بیا د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو ژمنې کړي، خو خپله کډوال لا وايي، ایرانیو چارواکو یې د ستونزو د هواري لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
XS
SM
MD
LG