د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د پاکستان لاريون کوونکو د ناټو د اکمالاتي لارو پر بياپرانيستو انتقاد وکړ


په پاکستان کې شا و خوا ٥٠٠٠ افراطي کسانو پرون د افغانستان پولې ته څېرمه په لاريون کې افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي لارو پر بيا پرانيستلو خپل اعتراض څرګند کړ.

له ګڼو مظاهره چيانو سره د دفاع پاکستان د غورځنګ تور او سپين بيرغونه وو، دوى به د کوټې او چمن ترمنځ د ١٢٠ کيلومتري سړک په اوږدو کې څو ځايه تم شي او نن يکشنبه به د افغانستان پولې ته څېرمه چمن ته ورسېږي.

پاکستان د ناټو اکمالاتي لارې چې له خاورې يې افغانستان ته غزېدلي دوولس ورځې مخکې پرانيستلې، دغه لارې په نومبر مياشت کې د امريکا په يوه بريد کې د ٢٤ پاکستاني سرتېرو د وژنې له کبله د اعتراض په ډول تړلې وې.

د دفاع پاکستان غورځنګ مشر مولوي سمېع الحق د لاريون کوونکو کاروان ته په وينا کې وويل:

”موږ دا لاريون په دې خاطر پيل کړ، چې د ناټو د اکمالاتو پر بيا پيلېدو خپل اعتراض څرګند کړو. موږ حکومت ته خبردارى ورکوو چې د ټروريزم پرضد له جګړې ځان وباسي”

سمېع الحق وويل، که دوى فکر کوي چې د امريکا جګړه يوازې د افغانستان پرخلاف ده، دوى غلط دي، امريکا به په افغانستان کې د خپل کنټرول تر ټينګولو وروسته ټول اسلامي هېوادونه په نښه کړي.

د لاريون کوونکو دغه ډله نن چمن ته رسېږي. د فرانسې خبري اژانس ليکي، داسې نه برېښي چې دوى دې د ټرافيک جريان ته کوم خنډ پېښ کړي، ځکه دغه لاريون سوله ييز بلل شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن او د هغې پاکستانۍ سيالې حنا رباني کهر د دغو اکمالاتي لارو د بيا پرانيستنې هرکلى کړى او ويلي يې دي، دواړو متحدانو خپلې اندېښنې شا ته پرېښودې.
XS
SM
MD
LG