د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

"د ایت الله علي خامنه يي لاسونه په وینو سره دي"


د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو پخواني جنرال د دې هېواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تورن کړی، چې په دې هېواد کې د سیاسي مخالفانو د سختې زپنې له امله یې لاسونه په وینو سره دي.

نوموړي همدا راز د ایران دا ادعا چې اتومي پروګرام یې سوله ایز دی درواغ بللي، د دې جنرال لیک یو ایراني ویب سایټ خپور کړي.

دې ایراني جنرال دا لیک په ایران کې د حکومت د اپوزیسون یو یاد فعال محمد نوري زاد ته استولی دی.

ګارډین ورځپاڼه وايي، په دې لیک کې دې پخواني ایراني جنرال چې په مستعار نوم یاد شوی ویلي، موږ د دې لپاره چې په هغه خیانت کې مو برخه وانه خیسته چې زموږ مشرانو تر سره کاوه نظام ته په نا وفادرۍ تورن شو او په اعدام تهدید شو. وروسته له څو پټو پوځي محاکمو څخه یې له دندې لرې کړو.

دې جنرال لیکلي زه دا لیک د دې لپاره تاسو ته لیکم چې خپلو خلکو ته ووایم تر اوسه هم په سپاه پاسداران انقلاب کې داسې جنرالان او غړي شته چې د دې جنایاتو خلاف دي او غواړي چې له خلکو سره یوځای شي.

د ګارډین ورځپاڼې په تهران کې له نوري زاد سره چې د دې جنرال لیک یې په خپل ویب سایټ کې خپور کړی د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او هغه ورته ویلي چې د دې جنرال د رېښتینولۍ په اړه هیڅ شک ځکه نه لري چې دا لیک یې ورته په خپل لاس سپارلی دی.

نوموړي ویلي، دا یو له هغو ډیرو لیکونو څخه دی چې ماته د د سپاه پاسداران د لوړو پوړو چارواکو څخه رسیدلي.

نوري زاد ګارډین ته ویلي، ما د ډیرو دا ډول لیکونه ځکه نه دي خپاره کړي چې کیدای شي دوي ته امنیتي ستونزې پیدا کړي.

د ایران د سپا پاسداران ځواک په دې هېواد کې مهم ځواک دی چې د ایران له پوځ څخه جلا او د دې هېواد د مذهبي مشر تر قومندې لاندې دی.

دا ځواک د ایران د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د ساتنې لپاره رامنځ ته شوی و خو وروسته په سیاست او سوداګرۍ کې ښکیل شو.

نوري زاد ته په استول شوي لیک کې دې جنرال ویلي په ۲۰۰۹ م کال کې پر مظاهره چېانو د ډزو امرله پاسه راغلی و، مذهبي مشر خامنه يي د سپاه پاسداران د پخواني مشر رحیم صفوي څخه غوښتي و، چې که چېرې خلک د پاڅون لپاره کوڅو ته را ووځي ایا دا چمتو دی چې د ټانکونو سره پرې ورشي ؟ نوموړي ورته وویل هو. مذهبي مشر هغه ته امر وکړ.

په لیک کې دې سپاه پاسداران دې پخواني جنرال ویلي دوي زموږ خوله کلونه کلونه ددې لپاره بنده ساتلې وه چې مشر دا او هغه غواړي، خو موږ په انتخاباتو پسې د خونړیو پېښو وروسته خپلې خولې نه شوې تړلی ، او همدا هغه وخت و چې ډیرو غږ پورته کړ او یا یې د اوامرو له پر ځای کولو ډه ډه وکړه.

دې جنرال زیاته کړې په انتخاباتو کې د اپوزیسون پر مشر میرحسین موسوي بندیزونو کې هم خپله مذهبي مشر خامنه يي په شخصي توګه دخیل و. موسوي لا هم په خپل کور کې نظربند دی.

دې جنرال په خپل لیک کې ویلي څنګه به داسې مذهبي مشر چې لاسونه یې په وینو سره وي خدای ته نژدي وي.

دې پخواني ایراني جنرال همدا راز خامنه يي تورن کړی چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه درواغ وايي، جنرال د هغې ادعا په اړه چې ایران یې د خپل اتومي پروګرام د سوله ایز توب په اړه کوي شک ښودلی دی او دا یې اتومي قمار بللی دی.
XS
SM
MD
LG