د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۱

″په زابل کې پر یو هلک د جنسي تیري په تور ۴ تنه نیول شوي″


د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت وایي، دزابل په ولایت کې پر یوه شپاړس کلن هلک د جنسي تیري په پیښه کې، د هغه ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیس ښکیل ثابت شوي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبی په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د پیښې عاملین د زابل ولایت استخباراتي ارګانونو کشف او پولیسو نیولی دی:

″تیری کوونکی یو جمعه ګل او بل بریالی دی، دوی د زابل ولایت دامنیه قوماندانۍ عسکر دی، دریم نثار احمد د قلات د ښار دکاندار دی همدارنګه د زابل ولایت د ریزرف د کندک قوماندان هم په همدې قضیه کی نیول شوي دي.

څو میاشتې مخکې یوه ویډیو رسنیو ته رسیدلې وه، چې په کی د زابل ولایت پولیس پر یوه شپاړس کلن هلک جنسي تیری کوي.

د ویډیو له خپرېدو سره سم استخباراتي ارګانونو هڅی کړي؛ څو د پیښې عاملین کشف او ویې نیسي.

صدیقي هیله وښوده، چې د زابل ولایت عدلي او قضایي ارګانونه ژر تر ژره د پیښې پر دوسیې حکم وکړي:

″هرهغه افسر یا عسکر چې ناوړه عمل کوي او ورسره ټول ځواک بدنامیږي؛ د کورنیو چارو وزارت د دوی پر وړاندې جدي اقدام کوي، دوی باید افشاشي او عدلي او قضایي ارګانونه پرې داسې حکم وکړي چې نورو ته سبق شي.″

سربیره پردې پیښې ځینې خلک د پولیسو له چلند څخه هم شکایت کوي. په تیره په هغو سیمو کې چې سیمه ییز پولیس په کې ګمارل دي.

داهم ویل کیږي، چې سیمه ییز پولیس په ځینو جرمونو کې هم ښکیل دي.
خو د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو د نوي ریفورم له مخې یې هڅې تیزې کړي څو د دې ځواک ټول جزوتامونه له ناوړه افرادو او افسرانو پاک کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG