د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د بیمې ریاست په هېواد کې د بیمې د خدماتو د پراخولو هڅې کوي


د افغانستان د مالیې وزارت د بیمو د چارو د ریاست مسوولین وايي، چې په هېواد کې یې د بیمې د خدماتو د پراخولو او عامولو لپاره هڅې پیل کړي.

د بیمو د چارو د ریاست مسوولینو د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې دا ومنل؛ چې په هیواد کې د بیمې کولو کلتور کم دی، خو نوموړي وویل، چې په افغانستان کې یې د بیمې په اړه ځیني مقررې عملي کړي او تمه ده؛ چې په نورو برخو کې یې هم عملي کړي.


نا امنۍ، د خلکو نه پوهاوی او د خلکو لپاره د بیمې په اړه د یوه معلوماتي مرکز نه موجودیت هغه لاملونه دي، چې په افغانستان کې یې د بیمې د رواجولو او عامولو مخه نیولې ده.

د مالیې وزارت د بیمو د چارو د ریاست مشر محمد جواد جعفري د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د بیمې کولو د کلتور د عامولو لپاره باید په دې اړه علمي مرکزونه جوړ شي او د بیمې په اړه یو مضمون د ښوونځیو او لوړو زده کړو په تعلیمي نصاب کې شامل سي:

“د بیمې د صنعت دغه ریاست د خطرونو د کموالي او په یوه هیواد کې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د خوندیتوب سبب کیږي.

بیمه یعنې ضمانت، د ژوند ضمانت اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه، د بیمې صنعت دی، چې د خطرونو په کمولو او د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په ښه کولو کې مهم رول لري.

په لوموړي قدم کې یوه شخص یا سودګر ته روحي ارامتیا ورکوي، روحي نا ارامۍ یې له منځه ځي. که سبا یوه پیښه کیږي، د بیمې شرکت یې د تاوان جبران ورکوي.”


نوموړي له دولتي ادارو څخه وغوښته، چې په افغانستان کې د بیمې د کلتور په عامولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي جعفري وویل، چې تر اوسه یې د روغتیا، موټرونو او اورسوزني په اړه د بیمې ځیني اصول عملي کړي دي، ده وویل، چې په نژدې راتلوونکې کې به په دې اړه نوي قوانین هم جوړ کړي.

خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې په افغانستان کې په کوم شمېر خلکو ځانونه بېمه کړي او نه هم د بیمې د ریاست چارواکو په دې اړه معلومات ورکړه، خو دا یې وویل، چې په ټول هیواد کې پنځه د بیمې شرکتونه کار کوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو د خوني چارواکې د بیمو د شرکتونو شرایط سخت او درانه بولي.

د دې خوني مرستیال خان جان الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل، نا امنیو هم د افغان سوداګرو او خلکو باور پر بیمه کولو اغیزمن کړی.

″په نړۍ کې بیمه یو ضروري شی دی او په افغانستان کې هم، له بده مرغه دا شرایط چې اوس په افغانستان کې دي او د بې قانونیو او فساد موجودیت د دې لامل شوی، چې خلک د بیمو پر کمپنیو باور ونه کړي، بل خوا د بیمې د شرکتونو شرایط هم ډیر سخت دي او په دې شرایطو خلک خپل مالونه نه شي بیمه کولای.

زه هیله لرم چې په امنیتي برخه کې هم کار وسې او دغه کمپنۍ هم فکر وکړي، چې د بیمې کلتور عام شي.″


د راپورونو له مخې په افغانستان کې شا او خوا 90 سلنه خلک د بیمې د خدماتو په اړه معلومات نه لري، نو ځکه د ګوتو په شمار خلکو ځانونه او کورنۍ بیمه کړي دي.

په بیلا بیلو هیوادونو کې تر ډیره بیمه د ژوند د ټولو چارو د خوندیتوب کولو لپاره یو ضروري امر بلل کیږي، خو په افغانستان کې یې د نه عامېدلو لوی لاملونه په هیواد کې روانې نا امنۍ او د بېمې پر خدمتونو د خلکو نه باور او نه پوهاوی دی.

د چارو پوهان سپارښتنه کوي، چې په افغانستان کې د بیمې د کلتور د پراخولو لپاره دي خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او پر بیمه دي د خلکو د باور پیدا کولو ته کار وسي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG