د افغانستان ملي سوداګر وایي؛ چې په ګمرکونو کې د ښاروالۍ د ټکس له اخستلو سره به د دوی پر وارداتي موادو لګښت را کم شي.
د وزیرانو شورا د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه؛ چې د سوداګرو له موادو څخه دې په هر ولایت کې د ښاروالۍ له خوا د ټکس پرځای یوازې په ګمرکونو کې ټکس واخستل شي.
افغان سوداګرو د وزیرانو شورا د هغې مصوبې هرکلی وکړ؛ چې له وارداتي موادو څخه دې د هر ولایت پرځای د ښاروالۍ ټکس په ګمرکونو کې واخستل شي.
ملي سوداګر وایي، چې تر دې پخوا دوی په هر ولایت کې له یوې لارې څخه له دولس زرو نه تر اتلس زرو افغانیو پورې د ښاروالۍ د ټکس په نوم پیسې ورکولې، دوی وایي، چې دا ټکس د قرار دادیانو له خوا اخستل کیدل او په ځینو مواردو کې دوه برابره وو.
د افغان سوداګرو د مشورتي بورډ رییس حاجي رحیم الدین حاجي آغا د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې له دې سره به د دوی په کارونو کې لا ښه والی او د موادو په بیو کې کموالی راشي:
"دا څو ګټې لري لومړی هغه ټکس چې پر د سوداګرو پر مالونو لګول شوی مخامخ د دولت خزانې ته ځي، بله دا چې اداري فساد هم له منځه ځي دا د موادو پر بیو هم مثبته اغیزه کوي.
د وزیرانو شورا دا مصوبه باید ډیر ژر عملي شي. سوداګر دې له دې ستونزې څخه خلاص او هوسا دې شي."
د وزیرانو شورا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د سوداګرۍ د خونو د وړاندیز پراساس د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې له دې وروسته دې په هر ولایت کې د سوداګرو له وارداتي مالونوڅخه د ښاروالۍ ټکس نه اخستل کیږي بلکې د دې ټکس پیسې دې هم چې صفراعشاریه پنځه ویشت فیصده کیږي په ګمرکونو کې تحویلې شي.
د سوداګرۍ وزارت وایی په هر ولایت کې د ښاروالۍ د ټکس نه اخستل د سوداګرو پر وارداتي موادو لګښت کموي،د دې وزارت د سوداګریز چارو مرستیال مزمل شینواري آزادي راډیو ته وویل چې دا مصوبه به ډیر ژر عملي شي خو باید چې خصوصي سکتور هم د وارداتي موادو بیې یو څه را کمې کړي:
"له سوداګرو نه زمونږ غوښتنه دا ده چې بیې باید را کمې کړي په ځانګړي توګه د روژې په مبارکه میاشت کې ترڅو بیوزلو ته زیان ونه رسیږي.
څومره چې ژر امکان ولري،ګمرکونه تیارشي او میکانیزم ورته جوړ شي دا مصوبه عملي کیږي،خو مونږ هیله لرو چې په دوه یا درې ورځو کې دا تطبیق شي."
افغان ملي سوداګر وایی چې په ګمرکونو کې د ښاروالۍ د ټکس له اخستلو سره د وارداتي اجناسو په بیو کې هرو مرو یوه اندازه کموالی راځي،د افغان سوداګرو د مشورتي بورډ ریس حاجي آغا وویل چې له دې سره ښایی د یوې بوجۍ اوړو بیه دوه نیم یا درې سوه افغانۍ را کمه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کیږي چې هرکال د روژې د مبارکې میاشتې له را رسیدو سره د موادو بیې آن اسمان ته اوچتیږي، خو د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتور وایي چې د بیلا بیلو موادو ډیروالي ته په پام ګمان نکوي چې سږ کال دا ستونزه بیا هم تکرارشي.