د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د بامیانو سرشمیرنه له ټولو نړېوالو معیارونو سره سمه شوې


عبدالرحمان غفوري
عبدالرحمان غفوري
د افغانستان د مرکزي احصایې اداره وايي، د بامیان ولایت د سرشمېرني ارقام یې تر یوې دقیقي سروې چې د دې ولایت د خلکو په همکارۍ یې کړې برابر کړی دی.

د دې ادارې رئیس عبدالرحمان غفوري د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه سروې د ټولنیزو او اقتصادي هدفونو لپاره شوې او د دې سروې له شمېرو باید سیاسي ګټه وانه خیستلې شي:

“له سیاسي نظر د احصايي اداره راضي نه ده، چې یو څوک ووايي، دا موضوع په سیاسي ډول طرحه شوې ده، داسې څه نه وه، دا بیخي د منلو وړ او رښتیا نه ده.

موږ په دې اړه خبرې کوو، چې په دې شمېرو څه وکړو، یو شمېر د بامیان ولایت اوسېدونکې راځي او زموږ سره شاید خبري وکړي، هڅه کوو چې هغوي ته ددې پیښي اصلیت ووایو، چې څه دي.”


د احصايي ادارې د بامیان ولایت د خلکو شمېر شا او خوا درې لکه او شپیته زره تنه اعلان کړی، خو د بامیان ولایت خلک وايي، چې د خلکو شمېر یې تر سوي سرشمېرني ډیر دی.

د راپورونو له مخې تیره اونۍ د دغو شمېرو تر وړاندې کېدو وروسته د بامیانو ولایت سلګونه کسان ددې شمېرو په غبرګون کې مظاهرو ته راووتل او دغه سرشمېرنه یې غیرعادلانه وبلله.

د مرکزي احصايي د ادارې رئیس همدارنګه وویل، چې په بامیان کې د دوي سروې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق او التای کمپنۍ تر څارنې لاندې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال محمد یونس پایاب چې په دې غونډه کې حاضر وو، وویل په بامیان ولایت کې شوې سروې له ټولو نړېوالو معیارونو سره سمه شوې ده:

“هغه سروې چې په بامیان ولایت کې شوې په ډاډ سره ویلای شم، په هغو ټولو معیارونو او سټنډرونو چې دغه ډول ډیموکراټکې سروې ګاني کیږي، دوي دغه سروې په هغه ډول ترتیب، تنظیم او په هغه ډول یې عملي کړه.

هغه اړخونه چې د سروې لپاره په نظر کې نیول شوي، یو شمېر هغه خلک چې په دې برخه کې روزل شوي او هغه لارښووني چې دوي یې باید په پام کې ونیسي دا ټول معیارونه په نظر کې نیول شوي دي.”


په افغانستان کې د یوې کره سرشمېرني نه موجودیت لویه ستونزه بلل کیږي، چې د افغان حکومت او نورو ادارو ځیني کارونه یې له خنډ سره مخ کړي.

د افغان کارپوهانو په خبره چې د احصايي مرکزي اداره په تیرو شا او خوا یوولسو کلونو کې نه ده توانېدلې، چې په افغانستان کې د سرشمېرني لپاره یو پروګرام جوړ کړي او سرشمېرنه وکړي.

د احصايي مرکزي اداره بیا په هیواد کې نا امني او د بودیجې کموالۍ د دې چاري د نه بشپړېدو لوی لاملونه بولي او وايي، که دغه امکانات ورته برابر شي په څلورو کلونو کې به ملي سرشمېرنه وکړي.

د راپورنو له مخې افغانستان تر تیرو درو لسیزو ها خوا سرشمېرنه کړې وه، خو له هغه را وروسته د کورنیو جګړو او نا امنیو له امله دا کار نه دی شوی.

د افغانستان د سرشمېرني قانون د ولسي جرګې له خوا په 2008 م کال کې پاس شوی، د دې نوي قانون له مخې ویل شوي وه، چې په هرو لسو کلونو کې به د هېواد په کچه يو ځل ملي سرشمېرنه کېږي، چې د نفوسو زياتوالى وښيي او اړتياوو ته يې پام وشي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG