په پاریس کې د جمعې په ورځ د سورېې د ملګرو په نوم د هېوادونو غونډې ته په وینا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په سوریې د سیاسي انتقال لپاره د ملګرو ملتونو د یو پریکړ لیک غوښتنه وکړه، چې د بشارالاسد د رژيم او د هغه د داخلي کړۍ خلاف يې پر بندیزونو ملاتړ وشي.
نوموړې همدارنګه وویل، روسیه او چېن باید د سوریې خلاف د اقداموتو د ممناعت بیه پرې کړي:
((زه به یې تاسو ته ډيره ډانګ پیلي ووایم، زه فکر نه کوم چې روسیه او چېن دې پردې باور وي چې دوي به د اسد په استازیتوب د ودریدو کومه بیه پرې کړي.
هیڅ نه - یوازینۍ لاره چې دا به بدل کړي دا ده چې هره هغه هېواد چې دلته استازي لري، باید په مستقیم او عاجل ډول روسیې او چېن ته دا روښانه کړي چې دوي به د دې بیه پرې کړي ځکه چې د پرمختګ مخه یې نیولې او دا نوره د زغم وړ نه ده.))
تر سلو د زیاتو هېوادونو استازو او د سوریې د حکومت په لسګونو مخالفو شخصیتونو په دې کنفرانس کې برخه اخیستې وه، روسیې او چېن دا کنفرانس تحریم کړی او ګډون یې په کې نه درلود.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د کلینټن خبره غبرګه کړه او ویې ویل، هغه هېوادونه چې د اسد پر حکومت بندیزونه نه لګوي په حقیقت کې د وژنو دوام ته اجازه ورکوي.
د غونډې کوربه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وویل، بشار الاسد باید په خپله مخه ولاړ شي او واک خوشې کړي:
((دا نوره د بحث وړ نه ده چې د ( سوریې ) کړکیچ نور نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ دی.
نو موږ باید اوس پایلو ته ورسیږو، بشار الاسد باید واک خوشې کړي. انتقالي حکومت باید جوړ شي، دا د ټولو په ګټه ده.))
د فرانسې مشر د سوریې لپاره په بشري مرستو کې د زیاتوالي غږ وکړ او د حکومت د مخالفینو لپاره د مخابراتي وسایلو د برابرولو په شمول یې له دوي سره د ملاتړ زیاتول وغوښتل.
نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا ټینګار وکړ، چې په سوریه کې د وینې توینې د پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه واخلي:
((نن په پاریس کې زموږ غونډه باید ځان ته یو هدف وټاکې، باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وهڅوو، چې څومره زر چې ممکنه وي خپل مسولیتونه پرځای کړي او د هغه پلان غوره ملاتړ وکړي چې د کړکیچ د خاتمې لپاره ځانګړي استازي کوفي عنان وړاندې کړی دی.))
له بله پلوه د سوریې د حکومت مخالفو فعالانو نړېوال ټولنه د ورو پرمختګ له کبله ملامته کړې ده.
د سوریې د حکومت د مخالفانو ګڼو مشرانو د نړېوال پوځي اقدام غوښتنه کړې.
د سوریې د ملي شورا مشر حسن هاشمي د جمعې په ورځ په پاریس کې وویل، چې د اسد د ریژيم د ځواکونو له خوا د ملکیانو د هدف ګرځولو د مخنیوي لپاره دي په سوریه کې د الوت ممنوعه سیمه اعلان شي.
په پاریس کې د سوریې د ملګرو په نوم د هېوادنو د استازو غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې راپورونه وايي د سوریې یو لوړ پوړی جنرال او د اسد نژدې ملګری له حکومت څخه وتلی دی.
راپورونه وايي، چې سوریايي برید جنرال مناف تلاس له دمشق څخه وتلی دی. په دې سره مناف تر ټولو لوړ پوړی پوځي چارواکی دی چې د سوريې له ریژیم څخه بیلیږي.