د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

په افغانستان کې د ښځو له خوا طلاق اخیستل زیات شوي


د ښځو وهل ټکول د هغوي د خاوند له خوا هغوي ته د نفقې نه ورکول، بیکاري او په نشه یې توکیو د نارینه وو روږدي کیدل هغه ستونزې دي چې د ډیر شمېر ښځو او نارینه و د جدايي لامل کیږي.

د دې رپوټ د جوړولو لپاره مو له یوې داسې میرمنې سره خبرې کړي چې غواړي له خپل خاوند نه طلاق واخلي.

دغه ښځه چې ناوې هم وه، له څیرې یې داسې ښکاریدل چې له خپل خاوند سره ښه ژوند نه لري او له خاوند سره یې تیر ګډو ژوند هم خراب تیر شوی.

دا وایي، چې خاوند یې ډیره وهي او نفقه نه ورکوي نو ځکه غواړي چې له خپل خاوند نه طلاق واخلي:

"زما نوم طیبه ده، خاوند مې ډیر ظلم راباندې کوي، یو چرسي سړی دی، ډوډی نه راکوي او تل مې وهي.

کله چې کورنۍ مې دغه سړي ته ورکړم نو موږ نه وو خبر چې دا څنګه سړی دی، خو وروسته پوه شوو چې په چرسو او پوډرو روږدی دی.

زما خاوند خپل مور او پلار هم وهي، هغوي له ډاره څه نشي ورته ویلای.

کله چې ورته ووایم کار وکړه نو ما وهي، دوه درې شپې وږې پاتې کیږم بیا مې وهي او د پلار کورته مې شخړي، نو ځکه زه غواړم چې له هغه نه طلاق واخلم.

زما خاوند یو عیاش سړی دی، زه نور ځان ته مرګ غواړم، دوه ځلې مې د ځان وژلو هڅه کړې، زه خپل طلاق اخلم."


بل خوا د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسون هم وایي، چې کورنی تاوتریخوالی د دې لامل کیږي څو ښځې له خپل خاوند نه د طلاق غوښتونکې شي.

د دې کمیسون مشرې فوزیه کوفي وایي، چې دوي هڅه کوي څو د قانون د پلي کولو له لارې د طلاق د پیښو مخنیوی وکړي:

"زموږ کمیسون ته چې کوم خلک راځي نو ډیرۍ یې هغه ښځې دي چې غواړي طلاق واخلي.

موږ د ښځو د عامه پوهاوي په برخه کې ډیره هڅه کړې، خو کوم ژوند چې دوي یې په کورونو کې لري نو د ژوند شرایط یې داسې نه وي چې وکولای شي ځان ورسره برابر کړي.

نو کله چې تاوتریخوالی پیدا شي د طلاق کچه هم ډیریږي.

سره له دې چې موږ ډیره هڅه کوو چې د قانون د پلي کولو له لارې د طلاق پیښې کمې شي، خو ځینې کورنۍ پخپله له طلاق سره علاقه لري."


د ښځو د حقوقو د ملاتړ ځینې ټولنې وايي، چې کله په یوې ښځې زور زیاتی کیږي، او ونشي کولای له خپل خاوند سره ښه او خوشاله ژوند ولري نو ښه ده چې طلاق واخلي.

د سولې او دیموکراسۍ په نوم د یوې موسسې مشره نرګس نهان وایي چې د افغانستان قوانین هم ښځو ته اجازه ورکړې چې کله یې له خاوند سره ژوند ښه نه وو نو طلاق دې واخلي. خو هغه وایي چې باید ښځه او خاوند هڅه وکړي څو ښه ژوند ولري او د هغې په خبره باید د طلاق اخیستو ته زمینه مساعده نشي.

خو یو شمیر دیني عالمان بیا وايي چې باید پدې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي څو د طلاق د هغو ناوړه پایلو په هکله وپوهیږي چې دوی به ورسره مخامخ کیږي.

دیني عالم حسین جعفري وایي چې باید ښځه او نارینه تل هڅه وکړي چې پخپل منځ کې توافق ته ورسیږي او طلاق اخستلو ته زمینه برابره نشي.

همدا راز د بشر د حقونو خپلواک کمیسون هم وایي کله چې دغه کمیسون ته ښځې راشي او له خپل خاوند نه د طلاق غوښتنه وکړي نو دوی ورسره د طلاق د بدو پایلو په هکله خبرې کوي.

د دې کمیسون د مسوولانو په خبره ډیر کله هغه میرمنې چې غواړي طلاق واخلي نو دوی یې له کورنې سره څو ځله خبرې کوي ترڅو رامنځ ته شوې ستونزه هواره او ښځه او میړه د جلا کیدو پرځای خوښ او آرامه ژوند پرمخ بوځي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG