د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

په افغانستان او پاکستان کې ناامنیو د ګوزڼ د واکسینو مخه ډب کړې


یوه څیړنه چې نتایج یې د چارشنبې په ورځ خپاره شوي وايي، په افغانستان کې روانه شخړه او په پاکستان کې د ګوزن د واکسینو په وړاندې خنډونه د دې سبب شوي چې په دې دواړو هېوادونو کې د ګوزن د ناروغۍ پېښې زیاتې شي.

دا څیړنه چې په یو طبي ژورنال کې خپره شوی وايي، د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد نوي رامنځ ته شوي واکسین که په سمه توګه ماشومانو ته ورکړل شي نو دا ناروغي په بشپړه توګه ورکولی شي.

د راپور په حواله په تیر کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ د ناورغۍ پېښې په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ حد ته ورسیدې او د دې هېواد طبي ادارو ۱۹۸ پېښې ثبت کړې وې.

دا شمېر په ۲۰۱۰ م کال کې ۱۴۴ وو. په افغانستان کې هم تیر کال اتیا پېښې ثبت شوې وې په داسې حال کې چې وړم کال د دې له نیمايي هم کمې یعنې دیرش د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ثبت شوې وې .

په دې څیړنه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې دا واکسینو د رسولو د خدماتو کمزوري د دې سبب شوي چې کمو ماشومانو ته ورسیږي .

همدارنګه د پاکستان په ځینو برخو او افغانستان کې وسلوالې جګړې هم د پولیو یا ګوزن د ناروغۍ د ورکولو مخه نیولې ده، ځکه په هغو سیمو کې چې جګړه ده هلته د واکسینو کمپاینونه نه شي ورتلی.

په څیړنه کې پر دې سربیره امنیتي اندېښنې، کلتوري ستونزې او طبیعي پېښې هم هغه لاملونه بلل شوي چې په دې هېوادونو کې یې لرې پرتو سیمو ته لاس رسی کم کړی دی .

د بریتانیا د بیالوژیکې معیارونو او کنترول له ادارې څخه فلیپ مینور خبرداری ورکړی چې که په دې سیمو کې د پولیو د پراختیا مخه ونه نیول شي نو دا ناروغي بیرته هغو سیمو ته هم خپریدای شي چې د ګوزڼ له وایروس څخه پاکې دي .

نوموړي ویلي که په یو هیواد کې د پولیو وایروس وي ټوله نړۍ په خطر کې ده .

د ګوزڼ ناورغي چې ماشومان فلج کوي په ۱۹۸۸ م کال کې د نړۍ په ۱۲۵ هیوادونو کې خوره شوې وه ، خو اوس یوازې افغانستان ، پاکستان او نایجریا د هغو هیوادونو په لیست کې پاتي چې لا هم دا ناروغي په کې شته او نور هیوادونه د پولیو له وایروس څخه پاک اعلان شوي .

هندوستان په تیره فیبروري کې له دې لیست څخه په دې هېواد کې د واکسینو د څو پراخو کمپاینونو له بریالیتوب وروسته و ایستل شو.
XS
SM
MD
LG