د افغان حکومت مخالفه سیاسي ډله« ملی جبهه » په دې نظرده، چې حکومت باید د اقتصادي چارو ښه پرمختګ ته موثر تدابیر ونیسي.
د دې جبهې ویاند فیض اله ذکي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د توکېو د کنفرانس چې د افغانستان د اقتصادي ستونزو د اوارۍ لپاره جوړیږي او په کې د دوه زره پنځه لسم میلادي کال وروسته تر دوه زره پنځه ویشتم کال پورې، دې هېواد سره د مرستو ژمنې په پام کې نیول شوي له اهمیته ډکه پیښه ده.
ذکي اندیښنه وښوده، چې افغانستان به په دغه لس کلنه دوره کې له سیاسي او اقتصادي بې ثباتیو سره مخ شي:
«د تدوین شویو پروګرامونو کومه بسته چې د نړېوالې ټولنې د مرستو جلبولو ته ترتیب شوی او وکړای شي، مرستې جلب کړي، خو که سیاسي بنیادونه بدل نه شي او د فساد ریښې ونه ایستل شي، هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات ته نه شي رسیدلی.»
جبهې په یوې اعلامیه کې د توکېو کنفرنس د پریکړو ښه او پرځای پلي کېدو ته یو لړ وړاندیزونه هم وکړل.
د اعلامیې په یوه برخه کې پر حکومت انتقادونه شوي چې په حکومتي ادارو کې فساد او ځانځاني زیاته شوې او حکومت خلکو ته لازم خدمات نه دي وړاندې کړي.
د جبهې چارواکو په تیرو لسو کلونو کې له حکومت سره د شویو مرستو په لګښتونو هم انتقاد وکړ.
ازادۍ رادیو ډیره هڅه وکړه، چې د دې انتقادونو پر وړاندې د حکومتي چارواکو نظر هم ولري، خو اړیکې مو ورسره ونه نیول شول.
ټاکل شوې ده، د توکېو کنفرنس د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جاپان په توکېو ښار کې جوړ او په کې به له افغانستان سره د دوه زره پنځه لسم میلادي څخه تر دوه زره پنځه ویشتم پورې، نړېواله ټولنه د مرستو ژمنې وکړي.
راپور: خان محمد سیند