د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

ایا په افغانستان کې به سیاسي او اقتصادي انتقال سم پرمخ لاړ شي؟


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه د نړېوالو کنفرانسونو د جوړیدو مسله راخیستی او په یوې برخې کې یي لیکې:

داسې بریښې چې د افغانستان په نسبت به د نړۍ په بل هیڅ جنګ ځپلې او د ودې په حال کې هېواد کې دومره غونډې او کنفرنسونه نه وي جوړ شوې.

فارین پالیسي لیکې: د روان کال مې میاشت کې د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناتو په مشرېزې غوڼډې کې د افغانستان په امنیت خبرې وشوې، په جون میاشت کې په کابل کې د وزیرانو په سطحه “د آسیا زړه کنفرنس” جوړ شو او په جولای کې به په توکېو کې د افغانستان د پراختیا په اړه نړېوال کنفرنس جوړ شي.

خپرونه زیاتوي، دا مهال د افغانستان په اړه د کنفرنسونو ګڼه ګوڼه په داسې حال کې زیاته شوې چې په دې هېواد کې د نړېوالو ځواکونو شمېر او مالي منابع مخ په کمیدو دي. خو د تېرې لسېزې مختلفې پیښې یو له بله ټینګ تړاو هم لري.

د خپرونې په باور، کنفرنسونه اوغونډې افغانستان ته د نړېوالو د پام ساتنې او مالي ملاتړ د دوام په کار کې بریالۍ وې، د افغانستان مرستندیان یي د یوه مېز پر شا راټول کړل، ښه شتراتېژیک تړونونه په کې لاسلیک شول او افغان حکومت ته یي ښه زمینه هم برابره کړه، خو دي کنفرنسونو او غونډو ستونزې هم درلودې.

- د خلکو هېلې او توقعات یي ډېر پورته کړل او ناهېلۍ یي رامنځ ته کړې.
- په غونډو کې د رامنځ ته شوېو تړونونو او ژمنو لپاره د تعقیب او عملي کېدو کوم سم اواغېزناک سیستم نشته.
- زیاتې غونډې خپل هدفونه له منځه وړې او په زیاتو مواردو کې ناکامه کېږي.
- په زیاتو مواردو کې ډپلوماسي، په مرستو یا منابعو غلبه کوي.
- په کنفرنسونو یا غونډو کې تر ډېره حده ، د افغانستان د ستونزو پر ځاي، د مرستندویانو په اړتیاو خبرې او بحثونه کېږي.
- له مرستندویانو سره د افغانانو پر ځاي ، د افغان حکومت د نږدې کولو یا آشنا کولو هڅې کېږې.
- د غونډو او کنفرنسونو تعدد او زیاتوالی د مسلو او پیښو اهمیت له منځه وړي او په زیاتو وختونو کې غونډې او خبرې، د عمل ځاي نیسي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي:

د افغانستان په اړه د توکېو په راتلونکي کنفرنس کې به د دې هېواد د اوږدې مودې پراختیا لپاره اجندا وټاکله شي او د ۲۰۱۴ کال انتقال وروسته به د نورو لسو کلونو لپاره له دې هېواد سره په مرستو بحث وشي.

خپرونه لیکي: دا چې د افغانستان د اوږدې مودې سوکالې مهمه ده، له دي سره دا پوښتنه هم پیدا کېږي چې ایا په دې هېواد کې به سیاسي او اقتصادي انتقال سم پر مخ لاړ شي؟ دغه راز دا پوښتنه هم شته چې په امنیتي لحاظ به دا هیواد په کوم حالت کې وي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته پکې په چټکۍ سره پراختیایي پرمختګ رامنځ ته شي؟

ګارډین:

انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې په افغانستان کې له ناتو سره د افغانانو د ملاتړ په اړه یوه مقاله لیکلې، خو د دې سازمان د مشرانو په مختلفونو دریځونو یي انتقاد کړی دی.

ورځپاڼه لیکې: طالبان پوهیږي چې د افغانستان د جګړې تحرک د ایتلافي ځواکونو په لاس کې دی، خو پوښتنه دلته چې آیا ایتلاف پدي خبرې پوه دی؟

ګاردین لیکي: څه موده وړاندي د کابل پوهنتون محصلانو یو سیاسي بحث جوړ کړی و او زیاتې پوښتنې د افغانستان په امنیت کې د ناتو د ونډې په اړه وي.

د دې محصلانو وړاند وینه آشنا وه. ځینو یي داسي محاسبه کوله چی ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې بری نشي حاصلولاي او زیات شمېر یي پدي نه وو خبر چې د ناتو مشرانو دوه ځلې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د خپل تعهد پخلی کړیدی. دا وروستۍ ژمنه یي د شیکاګو په کنفرنس کې وه.

ګاردین لیکې: د کابل پوهنتون د محصلانو حیرانتیا د پوهیدو وړ ده او دا ځکه چې د ناتو غړي هیوادونه پخپله حیران او ګډوډ دي.

جمهور رئیس بارک اوباما د مي په لومړۍ نیټې افغانستان ته د سفر پر مهال دوه پیغامونه ورکړل. یو یي جمهور رئیس کرزي ته د ژمنې پیغام و چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکوي، خو د خپلې انتخاباتې مبارزې په وینا کې یي ژمنه وکړه چې دا جګړه به په همدې ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسوي.

ورځپاڼه لیکي: موږ د نړېوال تفاهم په عصر کې ژوند کوو او مشران مو په یو وخت کې مختلفو اوریدونکو ته مختلف پیغامونه استوي.

مشران نه یوازې ستراتېژیک تفاهمات ګډوډوي ، بلکه پخپله د ستراتیژۍ په اړه هم اندیښنې زیاتوي.
XS
SM
MD
LG