د رویترز خبري اژانس په وینا له افغانستان سره په تېرو لسو کلونو کې د نړیوالو د ملیاردونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم دا هېواد د نړۍ د لسو تر ټولو بېوزلو لسو هېوادونو په ډله کې دی.
د افغان حکومت په ادارو کې د پراخ فساد موجودیت د نړیوالو هغه هڅې او هیلې چې د رویترز اژانس په وینا غواړي په افغانستان کې نوره اړینه پانګونه وکړي ،هم اغېزمنې کړې دي.
رویترز اژانس د نړیوال بانک په حواله وايي که څه هم د پوهنې او روغتیايي چارو په برخه کې زیات پرمختګ شوی خو بیا هم د افغانستان د وګړو درېیمه برخه له سواد محرومه ده او د سړي سر کلنى عاید یوازې ۵۳۰ ډالر دی.
د افغانستان بانک د تخمین له مخې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان د خپلې اقتصادي ودې او ثبات لپاره د کاله، له ۶ نیولې تر ۷ ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري.
که څه هم مرستندویو هېوادونه په کور دننه له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي خو هوډ يې کړی چې له افغانستان سره به مرستو دوام ورکړي څو په دې هېواد کې د نویمې لسیزې په څېر بیا هغه حالات رانه شي چې طالبانو ته يې واک ته د رسېدو زمینه برابره کړه.
دغه راز له افغانستان سره په راتلونکې کې د نړیوالو مرستو د تنظیم په برخه کې هم د مرستندویو هېوادونو صبر په ختمېدو دی او همدې ته په کتنه دا هېوادونو د ولسمشر کرزي له حکومت څخه غواړي چې د فساد او درغلۍ پر ضد پرېکنده ګامونه واخلي.
په کابل کې د امریکا د سفارت یوه مقام د خپل نوم د نه اخيستو په شرط رویترز خبري اژانس ته ویلي د توکیو په کنفرانس کې به د فساد او د نړیوالو مرستو په اړه د حساب کتاب موضوع هرومرو مطرح کېږي.
رویترز اژانس وايي افغان حکومت به د هر کله په شان د توکیو په کانفرانس کې له مرستندویانو وغواړي چې د شخصي قراردادي کمپنیو او مرستندويو ډلو پر ځای خپل زیات کومکونه د افغان حکومت د بودیجي له لارې مصرف کړي.
متحده ایالات د خپلو مرستو ۴۲ په سلو کې د افغان حکومت د ۲۰۱۲ کال د بودیجي له لارې لګوي حال دا چې د مرستندویو ډلو د تخمین له مخې د افغان حکومت بودیجې ته شاوخوا شل په سلو کې بهرنۍ مرسته رسیږي.
دغه راز د توکیو په کانفرانس کې به مرستندویه هېوادونه ژمنه وکړي چې د خپلو مرستو زیاته اندازه د افغان حکومت لومړیتوبونو ته ځانګړي کړي.
د افغان حکومت په کاري لومړیتبونو کې روغتیا، پوهنه، کرنه او د کانونو او طبیعي زیرمو چارې شاملې دي.
په کابل کې د امریکا د سفارت یوه مقام ویلي راتلونکې مرحله او د پرمختګ راتلونکې لسیزه د افغانستان لپاره په دې خاطر هم ډیره مهمه ده چې مرستندویه هېوادونه اندیښنه لري چې په دې هېواد کې يې د سر او مال زیاته قرباني ورکړې ده.
افغان ولسمشر حامد کرزي تیره میاشت په خپله ځانګړې وینا هڅه وکړه چې د نړیوالو دا اندیښنه لرې کړي . نوموړي د خپل حکومت په ادارو د پراخ فساد شتون تائید کړ او ددې پر وړاندې یې د قاطع مبارزي ژمنه وکړه.
خو د رویترز اژانس په وینا د ښاغلي کرزي حکومت تر اوسه پورې د فساد یوه هغه قضیه چې کوم لوړ رتبه مقام په کې ښکیل وي ،نه ده څیړلې .