د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د راکټي او درنو وسلو د حملو په اړه د شکایت کولو دا ګواښ په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې، د پاکستان نوی صدراعظم په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ډاکټر فرامرز تمنا د یکشنبې په ورځ په یوه خبری غونډه کې وویل، چې اوس مهال هڅې روانې دي، چې دا مسئله د دواړو لوریو ترمنځ د تماسونو له لارې هواره شي.
ده وویل، چې افغان ولسمشر به د پاکستان له صدراعظم سره په خبرو کې هم دا مسئله راپورته کړي، خو که ستونزه حل نشي، نو افغانستان به یی امنیت شورا ته راجع کړي.
دا طبیعي ده، چې موږ له پاکستان څخه غواړو، چې د ښه ګاونډیتوب اصول مراعات کړي، مونږ هیله مند یو، چې دا ستونزه په ښه توګه د دواړو خواو ترمنځ هواره شي او پدې لړ کې به دا مسئله کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په مهال د جمهوري ریاست لخوا هم مطرح شي. په هر حال مونږ له ټولو لارو هڅه کوو، خو که یوې لارې هم کومه نتیجه ورنکړه، نو افغانستان چمتو دې، چې دا مسئله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړي.
خو ښاغلي تمنا دا و نه ویل، چې د پاکستان نوی صدراعظم راجه پرویز اشرف به دقیقا کله کابل ته سفر وکړي.
د ورکړل شویو له تیرو څو میاشتو راهیسې د کونړ په ځینو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د توغندیو او درنو وسلو حملې روانې دي.
په کونړ کې د ځایی چارواکو په وینا پدې حملو کې خلکو ته د سر او مال د زیانونو ترڅنګ په سلګونو کورنۍ اړ شوي، چې خپلې سیمې پریږدي.
له بل لوري د پولې له پورې غاړې د وسله والو حملې بله ستونزه ده، چې افغان حکومت یی اندیښمن کړې.
د ډاکټر تمنا په وینا، تر هغو، چې د پاکستان په خاوره کې د وسله والو مرکزونه موجود وي، د پولې دواړه غاړې به له امنیتي ګواښونو سره مخامخ وي:
(د پاکستان اسلامي جمهوریت باید په خپله خاوره کې د وسله والو د مرکزونو دله منځه وړلو لپاره له زیات جدیت نه کار واخلي. که نه نو د ډیورنډ پولې دواړو غاړو ته به داسې ستونزې جوړې شي، چې دواړه ولسونه به زیانمن کړي.)
افغان کتونکي پدې باور دي، چې له پاکستان سره د افغانستان څو جلا ستونزې دي، چې په موجوده تګلارې یی هوارول ګران دي.
د دغو کتونکو په وینا له پاکستان سره د موجوده ستونزو د حل تر ټولو غوره لار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د مرستې غوښتل تر ټولو موثره لار ده او دا ځکه، چې له دې پرته د افغان حکومت هیڅ یوې هڅې کومه نتیجه نده ورکړې.