د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

په توکیو کنفرانس کې به له افغانستان سره مالي په یو لړ شرایطو وشي


ویګاداس اوشاسکس
ویګاداس اوشاسکس
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، چې توکیو کنفرانس یوازې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره نه دی بلکې په دې کنفرانس کې به په مشخصو برخو کې د افغان حکومت پر ژمنو هم خبرې وشي.

ښاغلي ویګاداس اوشاسکس له اداري فساد سره د مبارزې په ګډون په دغو برخو کې د افغان حکومت اقدامات له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د مرستو د دوام لپاره مهم وبلل.

ښاغلي اوشاسکس له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکې کې هغه برخې چې په توکیو کې به افغان دولت په کې خپلې ژمنې کوي، داسې په ګوته کړې:

"پنځه مهم فکتورونه دي، چې موږ غواړي په اړه یې بنیادي هڅې ووینو او د توکیو کنفرانس به د دوه اړخیزې حساب ورکونې یو چوکاټ برابر کړي، هغه څه چې موږ یې تمه لرو هغه لومړی، په ۲۰۱۴ کال کې د باور وړ انتخابات دي، دویم له اداري فساد سره اساسي مبارزه ، دریم د کورنیو عواید لوړول او څلورم د بشر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی دی."

ښاغلي اوشاسکس وویل، چې په همدغو برخو کې د افغان حکومت اقدامات د اروپايي ټولنې د راتلونکو مرستو د اندازې په ټاکلو کې هم مهم رول لري.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ له افغانستان سره د مالي مرستو په اړه په توکیو کنفرانس کې د لسګونو هېوادونو او مرسته کوونکو ادارو استازي ګډون وکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د توکیو په کنفرانس کې به اروپايي ټولنه له افغانستان سره د څومره مرستې اعلان وکړي، نوموړي وویل دا کنفرانس یوازې د مرستو د اندازې لپاره نه دی بلکې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ژمنو په اړه دی.

خو د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وویل، چې له افغانستان سره به د دې ټولنې د مرستو اوسنۍ اندازه چې د کال څه باندې یو ملیارډ یورو کیږي، تر څو نورو کلونو پورې هم دوام وکړي:

"د اروپايي ټولنې اوسنی مرستې د کال څه باندې یو ملیارډ یورو کیږي، موږ ژمن یو چې دغې مرستې ته دوام ورکړو او د توکیو په کنفرانس کې به زموږ مرستې تر ۲۰۱۷ کال پورې وغځیږي، خو زموږ مرستې بیا هم تضمین شوي نه دي، ځکه چې موږ له افغان حکومت نه د ډيرو څرګندو اقداماتو تمه لرو چې د توکیو په کنفرانس کې به هم پرې خبرې وشي."

افغان حکومت ویلي، چې د توکیو په کنفرانس کې به افغانستان له دوه زره پنځلسم نه تر دوه زرو پنځه ویشتم پورې هر کال د شاوخوا پنځو ملیارډو ډالرو مرسته وغواړي.

د مالیې د وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت به په دې کنفرانس کې د خپلو ۲۲ پراختیايي پروګرامونو لپاره مالي مرسته وغواړي.

خو ددغو مرستو ترلاسه کول به بیا هم د افغان حکومت په هغو هڅو پورې تړلي وي، چې نړیوالې ټولنې ته یې د سم لګښت په اړه څومره قناعت ورکولای شي.
XS
SM
MD
LG