په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د سولې او پخلاینې د بهیر په اړه هم ځینې مسایل تر بحث لاندې نیولي دي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې د کیوټو کنفرانس ته کتنه کړې، چې په کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو استازو برخه اخیستې وه.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په دې غونډه کې یو ځلي بیا طالبانو ته د سولې بلنه ورکړای شوه، خو طالبانو بیا دا مسئله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تړلې بللې او په دې یي ټینګار کړې، تر هغو، چې له امریکا سره ستونزه هواره نشي د کرزي له ادارې سره خبرې کومه ګټه نه لري.
ورځپاڼې د طالبانو دا شرط د سولې د هڅو په وړاندې یو له سترو خنډونو څخه بللې او لیکلي، چې ممکن اوس مهال امریکا او نړېواله ټولنه ورسره موافقه ونه کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د دې ترڅنګ امریکایي چارواکو دا هم ویلي، که د افغانستان شرایط خراب شي، نو ممکن دوي د خپلو سرتیرو د ایستلو لپاره په شوې پریکړې له سره غور وکړي.
خو د طالبانو له دې دریځ سره سره ورځپاڼې د کیوټو په غونډه کې د دوي د استازي ګډون ستایلې او لیکلي، چې دا ډول هڅې دوام وکړي، نو ممکن په راتلونکې کې د ښو پایلو تمه ترې وشي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په جاپان کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د خبرو په اړه د امریکایی چارواکو څرګندونې راخیستي.
ورځپاڼه لیکي، چې که څه هم د امریکا سیاست دا دې، چې په افغانستان کې د سولې هڅې باید د افغانانو په مشرۍ پرمخ ولاړې شي، خو ځینې امریکایي چارواکي بیا په دې اړه د افغان دولت هڅې ناکامه بولي.
ورځپاڼه د یو امریکایي چارواکي په حواله، چې نوم یی نه دې اخیستل شوې، لیکلي، چې افغان حکومت تل له داسې طالبانو سره په تماس کې شوې، چې د دې ډلې په مشرتابه کې له زیات نفوذ څخه برخمن نه وو او همدا لامل دې، چې هڅو یي تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ورکړې.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم د سولې د عالي شورا د مشر علني تماسونه دا څرګندوي، چې طالبان له امریکا سره د مستقیمو خبرو لپاره له خپله دریځه پشا شوي، خو د ورځپاڼې په وینا طالبان لا هم له امریکا سره په خبرو ټینګار کوي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د سولې د عالي شورا د مشر دا وینا راخستې، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د بهیر کونجۍ ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې صلاح الدین رباني وایي، چې پاکستان باید په هغو ساحو کې، چې بالقوه نفوذ پکې لري، ګامونه پورته کړي او که دغه هېواد د طالبانو بندیان افغان حکومت ته وسپاري، نو دا مسئله د سولې له بهیر سره زیاته مرسته کولای شي.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپآڼې بیا لیکلي، چې د سولې په نامه، چې تراوسه کومې غونډې په قطر، دوبۍ، فرانسه او جاپان کې جوړې شوي، د هغو اصلي کرکټرونه کابل میشتي طالبان وو.
ورځپاڼه لیکي، چې دغه طالبان اکثره د امریکایانو له زندانونو له خوشې کیدو وروسته په کابل کې میشت شوي او نشي کولای پدې غونډو کې په ډاډ سره خبرې وکړي.
ورځپاڼې وړاندې د سولې په اړه د افغان حکومت په دریځه هم انتقاد کړې او لیکلي، چې دې هدف ته د رسیدو لپاره یوه مناسبه تګلاره نه لري.