د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

د سحرګل په نامه انټرنیټ کیفې د میرمنو لپاره یو بل زیری


د سحر ګل په نامه د نیټ کیفي د جوړولو اساسي هدف د سحرګل په ګډون له هغو میرمنو څخه ملاتړ ښودلې کیږي، چې د تاوتریخوالي ښکار شوي.

دا په کابل ښار کې له کوره د باندې د انجونو او ښځو لپاره د انټرنیټې خدماتو د برابرولو لپاره لومړنې ګام دې، چې اخیستل کیږي، تر دې مخکې په کابل کې په لسګونو نیټ کیفۍ موجودې وې، چې زیاتره ترې نارینه وو کار اخیست.

نه یوازې دا نیټ کیفي د سحرګل په نوم جوړه شوې، بلکه کله، چې دې نیټ کیفي ته ور ننوځۍ نو بیا په هر دیوال د سحرګل نوم لیکل شوې او په بېلابېلو شعارونو ښکلې کړای شوې.

د دې نیټ کیفي مسؤلې میرمن حمیرا بخشي په دې اړه وضاحت وړاندې کړ، چې په څه ډول سره غواړي د سحرګل په نامه د نیټ کیفي په جوړولو سره د تاوتریخوالي ځپلو میرمنو ملاتړ وکړي:

"زموږ یو پلان دا و، چې د انجونو لپاره یو انټرنیټ کلب جوړ کړو، څو دوي دلته راشي او پرته له دې، چې وزورولې شي، کار وکړي.

مونږ ددې انټرنیټ کلب نوم ځکه د سحرګل په نامه کیښود، چې سحرګل یوه کړیدلې میرمن وه او ځکه، چې مونږ غوښتل، چې له دې نه ملاتړ وکړو او هغې ته ووایو، چې مونږ درسره یو، نو ددې لپاره مو د دې کلب نوم سحرګل کیښود."


حمیرا بخشي وویل، چې دوی په پام کې لري، چې نه یوازې په کابل کې ددې نیټ کیفیانو شمیر زیات کړي، بلکې د هغې لړۍ ځینو ولایتونو ته هم پراخه کړي.

میرمن سحرګل، چې په کم عمر کې واده شوې، د شپږو میاشتو لپاره په بغلان کې د خپل خسر په کور کې تر شکنجې لاندې وه، چې بلاخیره د خلکو په همکارۍ د امنیتي ځواکونو لخوا ددوی له منګلو وژغورلې شوه.

حمیرا بخشي وویل، چې دوی په پام کې لري، چې نه یوازې په کابل کې ددې نیټ کیفیانو شمیر زیات کړي، بلکې د هغې لړۍ ځینو ولایتونو ته هم پراخه کړي.
حمیرا بخشي وویل، چې دوی په پام کې لري، چې نه یوازې په کابل کې ددې نیټ کیفیانو شمیر زیات کړي، بلکې د هغې لړۍ ځینو ولایتونو ته هم پراخه کړي.
سحرګل د وزیر اکبر خان په روغتون کې له څو میاشتو درملنې وروسته اوس په یوه امن خونه کې اوسیږي.

که څه هم دا پیښه زړه شوې، خو اوس هم د سحرګل قیصې د هر چا په ژبه دي او د بدلون په نامه د ځوانو میرمنو بنسټ وغوښتل، چې دداسې میرمنو د نوم د ژوندي ساتلو لپاره افغان میرمنو ته نیټ کیفیانې جوړې کړي.

په سحرګل نیټ کیفي کې ځینې ځوانې انجونې هم لیدلې کیدلې، چې په ارام زړه یی له انټرنیټې خدماتو ګټه پورته کوله:

"زما نوم مرسل برهاني دې، اوس مهال د سحرګل په انټرنیټ کې یمه او مونږ کولای شو، هر هغه مسئله، چې زمونږ پکار وي ترلاسه یی کړو. زه دلته ډیر ښه احساس لرم او په ارام سره خپل کار کووم."

د سحرګل نیټ کیفي مسؤلینو پداسې حال کې له تاوتریخوالي ځپلو میرمنو نه د خپل ملاتړ د اعلانولو لپاره داسې خدمات وړاندې کوي، چې همدا اوس نه یوازې سحرګل بلکه دې ته ورته په سلګونو میرمنې له بیلابیلو تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

اوس هم افغان میرمنې د جبري ودونو، په بدو کې د ورکړې، جنسي تیریو او داسې نورو تاوتریخوالي سره مخ دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د افغان میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي اکثره پیښې د هیواد په لرو پرتو سیمو کې کیږي.
XS
SM
MD
LG