په افغانستان کې ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الن به نن د پاکستان له لوی درستیز اشفاق پرویز کیاني سره خبرې وکړي او داسې ښکاري چې د دوي د خبرو عمده مسله به د هغو وسله والو مخنیوي وي، چې د پاکستان له خاروې افغانستان ته اوړي او په دې خاوره کې پر افغان او نړېوالو ځواکونو حملې کوي.
په قرغې کې د سپوږمۍ پر هوټل د حملې په شمول په وروستیو څو حملو کې ویل کیږي، چې د حقاني شبکې لاس درلود او دا هم ویل کیږي، چې دا شبکه د پاکستان په خاوره کې پناه ځایونه لري.
جان الن په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د دې دواړو هېوادنو ترمنځ اړیکې له څه مودې راهیسې خراب دي.
یو شمېر سیاسي کتونکي په دې اند دي، چې د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو لپاره بریتانیا مهم رول لوبوي .
فریده هوډ سیفي په دې اړه نور جزییات اوروي: