د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

افغانستان پاکستان ته خبرداری ورکړ


د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست خبرداری ورکوي، که چیرته د پاکستان له خاورې پر افغانستان د توغندیو ډزې ونه درول شي موضوع به د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستان پر حکومت انتقاد کوي چې له خپلې خاورې یې د افغانستان خوا ته د توغندیو د برید مساله جدي نه ده څیړلې.

د حامد کرزي د ویاند مرستیال وایي، افغان حکومت په دې اړه له اسلام اباد سره اړیکي نیولي دي او له دیپلوماتیکو لارو یې مساله وړاندې کړې ده.

که چیرته د افغان حکومت دا هڅې نتیجه ورنه کړي بیا به څه کیږي؟ د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک هروي په دې اړه وویل:

« د افغانستان د حکومت یو پروګرام دا دی چې دا مساله له ناټو سره شریکه کړي او له یو شمیر هغو هیوادو سره چې موږ ستراتیژیک تړونونه ورسره لاسلیک کړې دي او هغوی د افغانستان د ارضي تمامیت د دفاع ژمنه کړې ده. همداراز به په جدیت د ملګرو ملتو د امنیت د شورا له لارې او د هغو ملاتړیو له لورې چې افغانستان یې لري، دا مساله تعقیب کړو»

د رپوټونو له مخې په تیرو څو ورځو کې د پاکستان له خاورې په سلګونو توغندي د افغانستان پر خاورې لګیدلې دي. د کونړ یو شمیر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې اکثر توغندي د سرکاڼو، دانګام او اسمار پر ولسوالیو لګیدلي دي. د کونړ چارواکو ویلي دي چې تراوسه د کونړ لږ تر لږه لس اوسیدونکي د همدې بریدونو له امله یا وژل شوې او یا ټپیان شوې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په وینا که چیرته د پاکستان حکومت په دې بریدونو کې لاس نه لري نو بیا دې هم مخه ونیسي. پاکستاني چارواکي بیا دا ردوي چې د دوی ځواکونو د افغانستان لور ته توغندي ویشتي دي. دوی په وروستیو کې تور پورې کړ چې د افغانستان له خوا په لسګونو طالبان د پاکستان خواته اوښتي دي او هلته یې پوځیان وژلي دي.

افغان لورې بیا دا تور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې پر کونړ هم د پاکستان له لورې د توغندیو مساله د هوا او مځکې له لارې څیړو څو یو مخ حقیقت رابرسیره شي.
XS
SM
MD
LG