نړۍ
ولادمیر پوتین له فلسطیني مشر سره د خبرو لپاره بیت الحم ته ورسید
تمه ده، چې پوتین به د فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس سره وګوري او د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه به چې له څلورو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي، بحث وکړي.
روسیه د امریکا له متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې سره د منځنې ختیځ د څلور سترو مرکچیانو په ډله کې ده.
د روسیې جمهور رییس، منځني ختیځ ته خپل سفر د دوشنبې په ورځ له اسراییلو څخه پیل کړ او اسراییلې مشرانو ورته وویل، پر ایران باید فشارونه زیات کړي تر څو دا هیواد خپل اټمي پروګرام بند کړي. اسراییل د ایران اټمي پروګرام خپل موجودیت ته ګواښ بولي.
د روسیې جمهور رییس به له فلسطینې مشرانو سره له کتنې وروسته، اردن ته لاړ شي او هلته به د هغه هېواد له پاچا عبدالله سره وګوري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
علي یف له ټاکلې نېټې مخکې د اذربایجان د ولسمشرۍ ټاکنو فرمان ورکړ

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف نن یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس به یې د دغه هیواد د ولسمشرۍ انتخابات تر خپلې ټاکلې نېټې وړاندې ترسره شي.
په دې فرمان کې د اذربایجان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون ته امر شوی چې د راتلونکي کال د فبرورۍ په شپږمه انتخاباتو ته تیاری ونیسي.
الهام علي یف له ۲۰۰۳ م کال راهیسي، چې د خپل پلار ځای یې ونیوه، واک په لاس کې لري.
د ازادۍ راډیو د خبر د مرکز پر اساس، د الهام علي یف په استبدادي حکومت کې د اذربایجان د خلکو سیاسي فعالیتونه او بشري حقونه ځپل شوي دي.
د امریکا په نوادا پوهنتون کې ۳ تنه په ډزو وژل شوي

د امریکا په لاس ویګاس ښار کې چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د دغه ښار د نوادا پوهنتون په انګړ کې د ډزو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.
د لاس ویګاس د پولیسو په وینا، مشکوک حمله کوونکی هم وژل شوی دی.
په دې پېښه کې یو تن سخت ټپي شوی دی.
د نوادا ایالت چارواکو تراوسه پورې د وژل شویو کسانو نومونه نه دي ښوولی او دا هم لا څرګنده نه ده چې مشکوک حمله کوونکی د پولیسو په ډزو وژل شوی او که یې ځان په خپله وژلی دی.
پوتین له محمد بن سلمان سره ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبې) په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره ولیدل.
ښاغلي پوتین منځني ختیځ ته د یو ورځیني سفر په لړ کې لومړی ابوظبي ته لاړ او د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره یې ولیدل.
محمد بن سلمان له ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره د سعودي او روسیې پر هڅو او همکارۍ ټینګار وکړ.
د پاکستان لوی درستیز: ناقانونه کډوال د خپلو ګټو لپاره په ډېر عزت وباسو

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو په اړه د موقت حکومت د پرېکړې د ملاتړ په ترڅ کې ویلي چې دا فیصله د پاکستان ګټو ته په پام شوې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لوی درستیز جنرال عاصم منیر پرون (چهارشنبه) په پېښور کې د پوځي صاحب منصبانو یوې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې بهرنیان د پاکستان امنیت او اقتصاد په جدي ډول اغېزمنوي.
جنرال منیر همداراز ادعا وکړه چې بهرنیان په ډېر درنښت له پاکستانه ایستل کېږي.
ایران: د ژویو د لېږد یو وړتیا لرونکی کاپسول مو د ځمکې مدار ته استولی

ایران وایي، یو کاپسول یې چې د ژویو د لېږدولو وړتیا لري د ځمکې مدار ته استولی دی.
د ایران ایرنا خبري آژانس د دې هیواد د مخابراتو د وزیر عیسی زارع پور له قوله د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ویلې یې دي دغه کاپسول چې نیم ټن وزن لري د ځمکې مدارته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې استول شوی دی.
هغه نه دي ویلي چې ایا د کاپسول دننه کوم ژوی هم وو کنه، خو ویلي یې دي چې دغه ماموریت د ایران د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړې راتلونکو کلونو کې ستورمزلي یا فضانوردان فضاته ولېږي.
هغه د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل، دوی په پام کې لري چې پر ژویو د څو آزموېنو له ترسره کیدو وروسته تر ۲۰۲۹ کال پورې فضا ته ستورمزلي ولېږي.
ایران له دې مخکې کله ناکله فضا ته په بریالیتوب د سپوږمکیو او د نورو فضایي بېړیو د استولو خبره کړې.
په ۲۰۱۳ کال کې ایران ویلي وو چې یوه بیزو یې فضاته استولې اوهغه یې بیرته په بریالیتوب سره راګرځولې ده.
د اسراییلو پوځ په خان یونس ښارګوټي کې پر جګړې بوخت دی

د اسراییل پوځ وایي چې ځواکونه یې د غزې تړانګې په دوهم لوی ښارګوټي خان یونس کې د سخت دریځې حماس ډلې چې متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي، له سخت دریځو سره جګړه مخ ته وړي.
سیمه کې د اسراییل ځمکنۍ جګړې په لسګونه زره فلسطینیان اړکړي چې د غزې جنوبي برخې ته وتښتي او همدارنګه یې د هغو مرستندویه ډلو مخه ډب کړې چې هڅې کوي، اړو کسانو ته خوراکي مواد، اوبه او نوراړین توکي ورسوي.
پرخان یونس د اسراییل برید د هغې سختې جګړې او بمبارۍ دوام دی چې په تیرو څو اونیو کې یې مخ ته وړي او په نتیجه کې یې په غزې ښاراو د غزې په شمالي برخه کې ډیرې سیمې په کنډواله بدلې شوې دي.
د امریکا سنا جرګې له اوکراین او اسراییلو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه بلاک کړه

د امریکا سنا جرګې پرون چهارشنبې د سپینې ماڼۍ هغه غوښتنه بلاک کړه چې له اوکراین او اسراییل سره یې د بېړنۍ ۱۰۶ میلیارډ ډالرو مرستې لپاره کړې وه.
د دې مرستې ډیره برخه اوکراین ته ځانګړې شوې وه.
جمهوریپالو په لایحه کې د مهاجرت د اصلاحاتو پرنشتوالي اعتراض وکړ.
دغې لایحې ته چې ایا هغه مخ ته لاړه شي، کنه پرون رایه ورنه کړل شوه چې هغه د ولسمشرجوبایډن لپاره د پام وړماتې ښکارندوي کوي.
بایډن مخکې کانګرس ته په وینا کې غوښتنه کړې وه چې له اوکراین سره دې هرڅومره ژچې کیدای شي پوځي مرسته تصویب شي او خبرداری یې ورکړی وچې که د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د جګړې په ډګر کې ځان بریالی وبولي نو به جرات وکړي چې نورې سیمې هم لاندې کړي.
د دې لپاره چې دغه لایحه مخ ته لاړه شي د سناجرګې ۶۰ غړیو باید ورته مثبتې رایې ورکړې وې، خو د دې جرګې ټولو۴۹ جمپوریپالو غړیو یې پرضد رایې ورکړې.
سندرغاړې ټیلر سویفټ د ټایم مجلې د کال غوره شخصیت اعلان شوه

د امریکا د پاپ موسیقۍ ځوانه سندرغاړې ټیلر سویفټ د ټایم مجلې له لورې د دوه زره درویشتم کال غوره شخصت ټاکل شوې ده.
دې مجلې پرون دا اعلان وکړ او ویې ویل چې درې دیرش کلنه سویفټ یې د دې لپاره د کال غوره شخصیت ونوماوه چې سندرې یې په دې تیاره چاپيریال کې خلکو ته هیلې او امېدونه ورکوي.
ګوتیرش: د غزې جګړه ښایي نړیواله سوله او امنیت وګواښي

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی دی چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه ښایي نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
انتونیو ګوتیرش پرون د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وویل چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه د یوه ناورین لور ته روانه ده.
حماس ډله د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یوه ترهګره ډله ګڼي.
په غزه کې جګړه وروسته تر دې شروع شوه چې د اکتوبر په اوومه حماس د اسراییل دننه یوزر دوه سوه اسراییلیان ووژل.
په غزه کې د فلسطنیانو روغتیا وزارت وایي چې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې تر اوسه شاوخوا شپاړس زره کسان وژل شوې دي.
ویسټ نن د پاکستان سفر پيلوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ نن پاکستان ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز زهره بلوچ وایي چې ښاغلی ویسټ به نن اسلام اباته ورسیږي او د شنبې تر ورځې به په اسلام اباد کې پاتې شي.
ښاغلي ویسټ په خپلې اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي دي چې سیمې ته یې له دوشنبې سفر پيل کړی دی او د لس ورځو په ترڅ کې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته ولاړ شي.
ویسټ دا هم څرګنده کړې ده چې له دغو مهمو شریکانو سره به پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا مېشتېدنې پر موضوع، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.