د افغانستان د ولسي جرګې د اعتماد پارلماني ګروپ د ولسمشر حامد کرزي د هغي وینا ملاتړ وکړ، چې د هیواد درې ګونو قواو ګډې غونډې ته یی کړې وه.
دې ګروپ له افغان ولسمشر، قضايي او عدلي ادارو څخه وغوښته، چې د فساد او په فساد د تورونو کسانو پر ضد جدي مبارزه وکړي.
د ولسي جرګې د اعتماد پارلماني ډله په دې باور ده، چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزه باید د دولت د درې ګونو قواو له خوا په پرمخ بوتلای سي، څو اغیزناک ثابت سي.
دې ډلي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر کرزي د هغي وینا ملاتړ وکړ، چې د هیواد درې ګونو قواو ګډې غونډې ته یې کړې وه او د فساد پر ضد یې د جدي مبارزې ټټر وهلې وو.
د اعتماد ډلي تر ډېره ټینګار پر دې وو، چې ولسمشر کرزی دي خپلي خبرې په عمل کې ثابتي کړي او نور دي له مصلحتونو کار نه اخلي.
ددې ډلي رئیس محمد نور اکبري په دې غونډه کې ازادۍ راډیو ته وویل، که رښتیا هم د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل، عبدالرشید دوستم او نور لوړپوړي چارواکې په فساد تورن وي، نو محاکمه دي یې کړي.
“موږ په اعلامیه کې له قضايي قوې غوښتي، چې تول زورور چې په فساد تورن دي د محکمې میز ته کښېنوي.
که رښتیا تورن اسماعیل، جنرال عبدالرشید دوستم، د ولسشمر د مرستیالانو وروڼه او د ولسمشر وروڼه او هر څوک چې په فساد تورن وي محکمه دي سي.
خلکو ته دي وښيي، چې دا حکومت او سیسټم د فساد پر ضد مبارزه کوي، دا مصلحت وو، چې افغانان تر اوسه په وینو ککړ دي.”
د ولسي جرګې د اعتماد پارلماني ډلي وویل، تر څو چې فساد په هیواد کې وي، جګړه، نا امني او نور سیاسي جنجالونه به هم ورسره مل وي او سوله هم نه سي راتلای.
افغان ولسمشر حامد کرزي د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتي پر لومړۍ نېټه په ملي شورا کې د افغانستان درې ګونو قواو ګډې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې د خپلي واکمنۍ په پاته دوو کلونو کې به د فساد پر ضد جدي مبارزه وکړي او د ښه حکومتدارۍ امکانات به برابر کړي.
خو سوال دا دی، چې ولسمشر کرزی به په راتلوونکو دوو وکلونو کې څنګه دغه ژمني عملي کړي او دې هدف ته به ورسیږي؟
د سیاسي چارو پوهان وايي، چې د ولسمشر دغه وینا تکراري وه او د توکیو د کنفرانس په خاطر نوموړي دغه وینا وکړه.
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوو کلونو پر ځای دغه ژمني اوسنی حکومت په څلورو کلونو کې هم نه سي عملي کولای.
“دا لوموړی خل نه دی، چې کرزي صاحب دغه ډول ژمنه کوي، چې فساد ورکوم بیا نه دی توانېدلی، اوس چې په جاپان کې اقتصادي کنفرانس جوړېدونکی دی، نړیوالي ټولني غوښتي، چې تر هغو فساد ورک نه سي مرسته نه کوو، دوی بیا تش په عباراتو کې دغه وعدې هغوی ته ورکړې.
هغو کسانو چې فساد یې زیږولی او لا هم قدرت لري، اصلا دا ممکنه نه ده، چې د دوی په موجودیت کې دي فساد ورک سي، د دوو کلونو پر ځای دوی په څلورو کلونو کې هم فساد نه سي ورکولای.”
د راپورونو له مخي اداري فساد افغانستان په نړیواله کچه بدنامه کړی او د نړیوالي ټولني او افغان حکومت اړیکې هم له دې امله خرابي سوي.
فارن پالیسي مجلې په وروستیو کې د ناکامو دولتونو یو لست خپور کړی دی، چې افغانستان په شپږم ځای کې دی.
ددې دولت ځیني وزیران او نور لوړپوړي چارواکې چې په فساد اوغلاوو تور سوي، اوس په ارپايي او نورو هیوادونو کې پټه دي.
کارپوهان وايي، چې فساد په اوسني دولت کې د یوه سیسټم په توګه عملي بڼه لري او داسي چارواکې به د ګوتو په شمار وي، چې له خلکو لږ یا ډیر رشوت نه اخلي.
راپور: معصوم میوند