د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

پاکستان د “کروز” توغندي ازموینه وکړه


د پاکستان ژورنالیست او لیکوال احمد رشید په دې اړه یوه مقاله لیکلې ده، چې پوځ غواړي، په داسې اقداماتو سره د خلکو توجه بلې خواته واوړي.

د پاکستان وتلی ژورنالیست او لیکوال احمد رشید لیکي، چې د روان میلادي کال د جون پر پنځمه نیټه په پاکستان کې کړکېچن حالت واکمن و. په دې وخت کې په پراخه پيمانه برېښنا قطع شوه. اقتصاد ضعیفه او د پاکستان د څلورو ايالتونو له جملې په دوو ایالتونو کې کورنۍ جګړه روانه وه.

له همالیا څخه نيولې د عرب تر خلیج پورې له تاوتريخوالي سره- سره، د پاکستان پوځ تصميم ونيوه، چې دا وخت د يوه کروز توغندي د ويشتلو لپاره مناسب دى، چې کولاى شي اټمي سرګلولې انتقال کړي، د روان کال له اپرېل مياشتې تر اوسه پاکستان دغه ډول پنځه ازمېښتونه کړي دي.

د احمد رشید په وینا تصور کیږي، چې د کروز توغندي د اډول ازمیښت د پاکستان د نهيلي خلکو د روحیې د لوړولو او د هند لپاره یوه زیګنال و، چې وښيي، پاکستان له دومره ستونزو سره - سره بیا هم له خپلې ساتنې څخه لاس نه اخلي او همداراز د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا ته چې نوي ډهلي ته رسیدلی و؛ یو پیغام و، چې هیڅوک نه شي کولای دغه هیواد تر فشار لاندې راولي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې خلکو د برېښنا د نشتوالي له کبله خولې تويولې، د بېکارۍ زياتېدونکې کچه، دغه راز ښې راتلونکې، غوره روغتيايي خدماتو او پوهنې ته د خلکو لږ هيله موجوده وه، خلکو د دې توغندي ازمېښت ته پام ونه کړ.

هندوستان هم دا ډول ازموینې کړي دي، خو د پاکستان په پرتله د هیڅ ډول ستونزو او اقتصادي فشارونو لاندې نه دی.

احمد رشید وړاندې لیکي. تیره اوونۍ په پاکستان کې د روان سیاسي بحران د نمایش پای و. پخوانى صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د ستري محکمي په امر له خپلې څوکۍ ګوښه کړی شو؛ چې د قانون او اساسي قانون له مخې د ستونزو سبب شو. فعلاً ټولې اساسي مسالې او حکومتي ادارې په یوه کړکېچن وضعيت کې دي.

د احمد رشید په وینا د پاکستان د پوځ لپاره، چې د نړۍ په کچه د کودتا لپاره د شرايطو په برابرولو کې زياته وړتيا لري، اوس تر بل هر وخت دغه هېواد د پنځمې کودتا لپاره تر ټولو وړ شرايط لري.

ښاغلی رشید وايي، پاکستانیانو نور پر سیاستمدرانو اعتبار د لاسه ورکړی دی. د هیواد ډير خلک پر ډيموکراسي شک کوي.

د پاکستان اقتصاد ړنګ شوی دی. د سخت دریځو له خوا تاوتریخوالي زور زیاتي د دې هېواد یوه لویه برخه په خپلو منګلو کې نیولې ده.

له غرب سره د پاکستان د اړیکو خرابوالي پاکستان تر بل هر وخت په نړیواله سطح منزوي کړی دی.

احمد رشید وايي، دا ځل په استثنايي ډول، د هغو ستونزو په نظر کې نیولو سره چې د پاکستان اردو ورسره مخامخ ده او د داسې حل لارې نشتوالى چې پوځ يې خلکو ته وړاندې کړي او په خاص ډول په اوسنيو شرايطو کې چې امريکا او ناټو يې ځورولې؛ داسې نه ښکاري، چې د پاکستان پوځ يوې بلې کودتا ته لار اواره کړي.

بلکې اردو غواړي، چې د پیپلز ګوند حکومت د سترې محکمې په مټ له منځه یوسي او پر ځای یې یو مؤقت حکومت رامنځته شي او انتخابات وکړي.

دایوه داسې سناریو ده، چې په عملي کولو کې یې د پاکستان اردو او ستره محکمه ورباندې سلا شوې، ترڅو د دې هېواد پر ځينو سياستوالو د اداري فساد تورونه ولګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بانک په پاکستان کې د شدیدو اصلاحاتو غوښتونکی دی او ملکي حکومت داصلاحاتو تطبیق رد کړی دی؛ دا مساله کیدای شي، چې انتخابت وځنډوي او مؤقت حکومت دوام ولري.

د پاکستان حاکمه طبقه په دوامداره توګه د اصلاحاتو په تطبیق کې ناکامه شوې ده او همدا موضوع د پاکستان د ستونزو ریښه ګڼل کیږي.

احمد رشید لیکي، له امریکا سره په اړیکو کې کړکیچ د پاکستان پام د دې هیواد له اساسي ستونزې یعنې اقتصادي بحران څخه بل لوري ته اړولی دی.

هغه شی چې پاکستان په ناهيلی ورته اړتیا لري، داسې رهبران دي، چې په مباحثو کې بل ډول لهجه وکاروي او د دې هېواد پر ۳۰ کلن پوځ چې د ایډيالوژي په تورو اوبو کې ډوب شوی انتقاد وکړي.
XS
SM
MD
LG