د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

د مصر ولسمشر غواړي له ایران سره سړې اړیکې ټینګې او پراخې کړي


د مصر نوی منتخب وزیر محمد مرسي
د مصر نوی منتخب وزیر محمد مرسي
د مصر منتخب ولسمشر وايي، د دې لپاره، چې په سیمه کې ستراتیژیک توازن رامنځته شي، غواړي له ایران سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکي ټینګي او پراخې کړي.

محمد مرسي د ایران فارس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي؛ موږ باید د دوه اړخیزو ګټو پر اساس له ایران سره خپلې اړیکي نورماله کړو او په دې خاطر چې په سیمه کې د فشار توازن رامنځته شي؛ قاهره او تهران باید په خپلو کې په اقتصادي او سیاسي برخو کې همکاري ولري.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د مصر د نوي منتخب ولسمشر دا څرګندونې به ښايي لویدیځ چې هڅه کوي؛ د لانجمن اټمي پروګرام له امله ایران منزوي کړي، خواشینی کړی.

د ایران فارس خبري اژانس وايي، محمد مرسي ورسره په دې اړه څو ساعته دمخه چې په رسمي ډول د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي؛ دا څرګندونې کړي دي.

ایران د مصر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پخواني پوځي افسر احمد شفیق په وړاندې د اخوان المسلمین د غړي محمد مرسي د کامیابۍ هرکلی کړی او هغه د روښانه ډیموکراسۍ نخښه بللې ده.

په تهران کې یوه ډیپلوماټ رویترز خبري اژانس ته ویلي؛ ایران غواړي، چې مصر په سیمه کې د خپلو دوو سیالانو ترکي او سعودي عربستان په وړاندې د یوه بالقوه سمیه ائز قوت په توګه رامخته شي.

د ایرا فارس خبري اژانس د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي په حواله وايي؛ قاهره به له اسرایلو سره د ۱۹۷۹ م کال د سولې د تړون په اړه له سره غور وکړي.

خو د محمد مرسي په حواله د فارس اژانس دا څرګندونې د نوموړي د هغې وینا سره په تضاد کې دي؛ چې ویلي یې وو، که دی ولسمشر شي، نو له اسرایلو سره د سولې تړون ته به ژمن پاتي وي.

په عین حال کې له قاهرې څخه رسیدلي راپورنه وايي؛ چې اخوان المسلمین ډلې د هیواد له پوځي شورا غوښتي چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره له محمد مرسي سره همکاري وکړي اوپه دې لړ کې منحل شوي پارلمان قسماً بیرته فعال کړي.
XS
SM
MD
LG