د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۳

کبیر رنجبر د یوې نجلۍ د تښتولو په تور نیول شوی


د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر
د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر
لویه څارنوالۍ وایي، چې د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر یې د یوې نجلۍ د تښتولو او جنسي تیري په تور نیولی دی.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې دا نجلۍ یوولس میاشتې مخکې لا درکه شوې وه او د کبیر رنجبر په کور کې پیدا شوې ده.

رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې کبیر رنجبر دا مهال د څیړنو لپاره په توقیف کې دی.

ده وویل، که چیرې جرم پر کبیر رنجبر ثابت شي نو ښایي چې په اوږدمهاله بند محکوم شي.

کبیر رنجبر لا تر اوسه د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:41 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG