نړۍ
ایران: ترکیه او سوریه دې د الوتکۍ د را غورځېدو په اړه له زغمه کار واخلي
د ایران دولتي خبري اژانسو د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیرعلي اکبر صالحي په حواله ویلي دي، چې دواړه لوري باید د سیمې د ثبات په خاطر د مسلې سوله ایز حل پیدا کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د غزې جنوب کې د جګړو دوام؛ په همدې سیمه کې سلګونه زره ملکیانو پناه اخیستې

د اسراییل ځواکونه نن یکشنبه د غزې د جنوب د هغو سیمو پر لوري د مخګې تګ په حال کې دي چې په سلګونو زره ملکیانو هلته له بمباریو او له حماس افراطي ډلې سره د سختو جګړو له کبله پناه اخیستې ده.
بلخوا د اسراییل د پوځ لوی درستیز وايي، هېواد یې دې ته اړتیا لري چې په غزې تړانګه کې خپل پوځي کمپاین لا شدید کړي.
هرزي هالیوي پرون شنبه دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې هغه پرېکړه لیک رد یا ویټو کړ، چې د اسراییل او حماس افراطي ډلې ترمنځ یې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کوله.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.
د لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول.
د بشري حقونو څار یوه ډله: د سوریې د بمبارۍ له کبله پنځه ملکیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوریې پوځ پرون پر هغه ساحه چې د یاغیانو وروستی مرکز ګڼل کېږي، بمباري کړې او پنځه ملکیان یې وژلي دي.
په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د سوریې د رژیم ځواکونو په ادلب او سارمین کې د استوګنې سیمې او صنعتي ساحې په نښه کړي دي.
د دې ډلې په وینا، په دې پېښه کې ۲۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه څارونکې ډله وايي، په ادلب او سارمین کې وژل شوي او په نورو ساحو کې ټپي شوي کسان ملکیان دي.
د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي، چې په وژل شویو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.
د دغه اژانس په وینا هيئة تحرير الشام ډله چې په سوریه کې یې د القاعده شبکې پخوانۍ څانګه رهبري کوي، د ادلب ولایت پر زیاخو برخو او د حلب، حما او لاذقیه ولایتونو پر ځینو ساحو کنټرول لري.
ایران له نړیوالو قدرتونو سره خپل لاسلیک کړی اټومي تړون« بې خاصیته» وباله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اټومي تړون چې تهران د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره لاسلیک کړی و «بې خاصیته» وباله.
حسین امیر عبداللهیان چې پرون شنبه په تهران پوهنتون کې خبرې کولې، هېواد یې غواړي پر اټومي تړون چې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ورڅخه په یواړخیز ډول وتلی و، بیاکتنه وکړي.
عبداللهیان ویلي: څومره چې مخ ته ځو، دغه تړون هغومره بې خاصیته کېږي او دوی به هېڅکله ځانونه د تړون په تنګ تونل کې راګیر نه کړي.
په ۲۰۱۵م کال کې د تړون له مخې، د نړیوالو بندیزونو کمېدو په بدل کې تهران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو پرېکړه وکړه.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له دغه تړونه چې د تهران، امریکا، چین، روسیې، برېتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ لاسلیک شو، په ۲۰۱۸م کال کې ووت.
پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیالګولو له کبله نړیوالو بانکونو او تجارتي بنسټونو، د امریکا د مقرراتو له ډاره له ایران سره له کارو باره فاصله اخیستې ده.
سوریه کې د اسراییلو ډرون برید؛ د حزب الله ډلې ۳ غړي وژل شوي

د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب اله ډلې درې غړي، د اسراییل د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.
دمشق ته نږدې دوو سرچینو پرون شنبه د لبنان د دې افراطي ډلې د غړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
د سرچینو په وینا، په دې حمله کې د سوریې هغه یو وګړی هم وژل شوی چې له دغو کسانو سره ملګری و.
د اسراییل پوځ د سوریې په ٱلْقُنَيطْرَة سیمه کې چې د اسراییل له خوا اشغال شویو ګولان غونډیو ته څېرمه پرته ده، د شوې حملې په باب تبصره ونه وکړه.
اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې پر هغو ځایونو چې دغه هېواد یې په ایران پورې تړلې اهداف ګڼي، حملې کوي.
له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې او ایران د ولسمشر بشالاراسد ملاتړ پیل کړی، په سوریه کې د تهران نفوذ زیات شوی دی.
د ایټالیا په یوه روغتون کې اور لګېدو ۴ تنه وژلي

د ایټالیا د پلازمېنې روم په لمن کې په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.
دا اورلګېدنه د تیولي د سیمې په یوه روغتون کې چې د روم د شمال ختیځ په پنځه دیرش کیلومترۍ کې پرته ده، تېره شپه رامنځته شوه.
د تیولي د ښاروالي دفتر ویلي دي چې د سینت جان انجیلیست له روغتونه ټول ناروغان نورو روغتونونو ته ایستل شوي دي او هغه ناروغان چې وضعیت یې ډېر نازک و، هغوی ښاروالۍ ته نېږدې جمنازیم ته انتقال شوي دي.
د دې اورلګیدو علت تر اوسه نه دی روښانه شوی.
د اسراییل پوځ: د غزې په شمال کې د حماس وسله والو په لټه بوخت یوو

اسراییل وایي، پوځیان یې د غزې په شمال کې له خلکو پوښتنې ګروېږنې کوي چې د حماس وسله وال چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پیژني، چېرته دي.
دا د دې څرګندونه کوي چې اسراییلي ځواکونو د غزې شمالي برخه نیولې ده.
پر غزه د اسراییلي ځواکونو برید دریمې میاشتې ته داخل شو.
بل لور ته د امریکا متحد ایالتونو د ملګرو ملتو هغه پریکړه لیک ویټو کړ چې د امنیت شورا د اکثرو غړیو او ډېرو نورو هیوادو له لورې یې ملاتړ شوی و چې په غزه کې یې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوله.
پوتین: د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته بیا هم کاندید یم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په راروانه مارچ میاشت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به بیاهم ځان کاندید کړي.
ښاغلي پوتین چې په اوکراین کې د روسې د جګړې د ګډونوالو سرتېرو په ډله کې خبرې کولې تایید کړه چې دی غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.
تمه ده چې پوتین به راروان انتخابات په ډېرې اسانۍ وګټي او په دې توګه به دی له جوزف ستالین وروسته یوازینی رهبر وي چې پر کریملین ترټولو د ډېرې مودې په مخه واک چلوي.
ښاغلي پوتین د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولسمشر په انتخاباتو کې د خپل ځان د کاندیداتورۍ اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین په اشغال شوې دونیڅک سیمه کې د روس پلوه پارلمان مشر ارتیوم ژوګا په مسقیم ډول غږ پرې وکړ چې د مارچ د اولسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ودرېږي.
ژوګا ادعا وکړه چې دا غوښتنه د دونباس سیمې د ټولو خلکو په استازیتوب کوي.
فرانسې ۶ تنکي ځوانان د یوه ښوونکي د قتل په تور محاکمه کړل

په فرانسه کې د صغیرانو یوې محکمې د یوه سخت دریځي اسلامپال له لوري د یوه ښوونکي د وژنې په قضیه کې د لاس لرلو په خاطر د شپږو تنکيو ځوانانو سزا نن اعلان کړه.
د سامویل پاتي په نوم ښوونکی په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغه د ښوونځي مخې ته ووژل شول چې زده کوونکو ته یې د بیان د آزادۍ په اړه د بحث پرمهال د اسلام د پیغمبر کارتونونه وښودل.
بریدګر چې یو سختدریځی چیچنیایی ځوان و، د پولیسو په ډزو ووژل شو.
محکمې ۵ تنه هلکان چې د قتل پرمهال یې عمرونه ۱۴- ۱۵ کاله وو، له ښوونځي د ښوونکي په راایستلو او بریدګر ته په ورښودلو مجرم وپېژندل او یوبل هلک چې هغه مهال ۱۳ کلن و، په دې مجرم وبلل شو چې په ټولګې کې د بحث په اړه یې په یوه آنلاین تبصره کې دروغ ویلي و، او همدې دروغو د وژل شوي ښوونکي پرضد آنلاین غوسه وپاروله.
محکمې ځینو تورنو هلکانو ته د حبس د لنډې مودې او ځینو ته د تعلیقي بند سزا ګانې اعلان کړې.
تورنو هلکانو په محکمه کې وویل چې نه پوهېدل د دوی دا کار به د ښوونکي د قتل باعث شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: د حماس بې رحمي د فلسطینیانو د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، د حماس د توندلارې ډلې بې رحمي هېڅکله فلسطینیانو ته د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس ته د یوې تروریستي ډلې په سترګه ګوري.
ګوتیریش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اسراییل د حماس ډلې پر وړاندې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د څو اوونیو له نښتو وروسته پرون جمعه د امنیت شورا غونډه راوبلله.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، د حماس ډلې تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت ارقام ښيي چې د دې حملو په ترڅ کې تردې دمه په غزه کې له ۱۷ زرو زیات کسان چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.
ګوتیریش همداراز وویل چې شاوخوا ۱۳۰ تنه برمته لاهم د حماس په بند کې دي.
هغه د دې برمته وو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
اسراییلو د غزې په تړانګه کې هوايي او ځمکنۍ حملې وروسته له هغه پیل کړې چې حماس ډلې یې د اکتوبر په اوومه پر قلمرو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یې برمته کړل.
پر غزې د اسراییلو د بریدونو زیاتوالی؛ د سلګونه کسانو د وژلو راپورونه خپاره شوي

اسراییل پر غزې تړانګې خپل بریدونه لا شدید کړي چې د فلسطینیانو د نورې محاصرې او سلګونو نورو کسانو د وژل کېدو سبب شوي دي.
د جګړې د پراخېدو له کبله واشنګټن ویلي، اسراییل له هغو ژمنو شا ته شوی چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یې د زیاتو اقداماتو په باب کړې وې.
د اسراییل پوځ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې څه باندې۴۵۰ اهداف ویشتلي دي.
دا له کله چې اوونۍ مخکې لنډمهاله اوربند مات شو، تر ټولو زیات اهداف ګڼل شوي دي.
د غزې اکثریت اوسېدونکي له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي چې له بشري مرستو، په روغتونونو کې د ګڼه ګوڼې له کبله روغتیايي خدماتو، خوړو او څښاک پاکو اوبو بې برخې شوې دي.