په دولتې اداو کې د فساد موجودیت او د مرستو د لګولو لپاره د ظرفیتونو نشتوالې د دې لامل شوی، چې یو شمېر مرسته کوونکي ادارې او هېوادونه له افغانستان سره مرسته شوې پیسې د افغان حکومت په واک کې ورنه کړي.
افغان چارواکي وایي، چې په وخت سره د پیسو د ورکړې په برخه کې د نړېوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو نه همکاري د دې لامل شوې، چې د افغان حکومت پراختیایي پروژې پلي نشي.
خو د افغانستان د مالیي وزارت ویاند وحید اله توحیدي وایي، چې دوي اوس مهال په یو داسې سند کار کوي ، چې له مخې یي دا ستونزه هواره شي:
"دا هغه ستونزه ده، چې له بده مرغه افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی، یعنی زموږ سره د مرستی ژمنه کیږي، خو د دې ژمنې ټولې پیسې افغان حکومت ته نه سپاري.
د بیلګی په توګه د پیسو ژمنه یو ډول کیږي او په سند کی بیا بل رقم لیکل کیږي، خو هغه کمې چې په تړون کی لیکل شوی هغه هم موږ ته ندی راکړل شوي.
خو سږ کال به افغان حکومت لدی ډول جنجال سره مخ نه وی،دا موضوع په یو سند کې طرح کوي،چې وروسته به ددی سند له مخې ژمنی کیږي."
د مالیي وزارت وایي، چې افغان حکومت داسې بهرنی مرسته کوونکي هم لري، چې ژمنه کړې مرسته یي پوره او په وخت سپارلې ده.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت هغه پروژی یادوي، چې مرسته کوونکو هېوادونو د مرستې تړون لاس لیک کړی، خو پیسې یي نه دي ورکړل شوي.
د دې وزارت مالي ریئس محمد وحید اعتبار وایي:
"تیر کال زموږ یو شمېر هغه پروژې چې غیرې اختیارې وې، بودیجه یي زموږ لاس ته نه ده راغلي، مثلا زموږ د یوی پروژې مصرف لس میلیون ډالره وو، دا پروژه د کرنې د پراختیا د صندوق په نوم وه، ټاکل شوې وه، چې دا پروژه د امریکا پراختیایي اداره تمویل کړی، چې پیسې یي موږ ته رانه کړلي، یوه بله پروژه مو په ولایتونو کې د کرنې په برخه کې د نوښتونو په اړه وه، دا پروژه د امریکا د کرنې د دیپارتمنت له خوا تمویل کیدله، خو تر اوسه یی پیسی موږ ندی لیدلی،چی پیسی یی دوه اعشاریه پنځه میلیون ډالره وي موږ په غیری اختیاری پروژو کی ډیری ستونزی لرو."
په همدې وخت کې داسې ګنګوسې هم موجودې، چې یو شمېر مرسته کوونکي هېوادونه د خپلو پوځیانو له ایستلو یعنې له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته نه غواړي خپلې ژمنه شوې پیسې وسپاري.
له بلی خوا د ترانسپورت او هوایی چلند وزیر داود علی نجفې وایی،چې د اسیایی پراختیایی بانک په ۱۳۸۹لمریز کال کی ژمنه وکړه، چې د څلورو هوایی ډګرو د جوړولو لپاره به ۳۰ میلیون ډالره مرسته ورکوي. خو د نوموړی په وینا دغه بانک یواځې اوه میلیون ډالره پیسی ورکړیدی.
خو د اقتصادی چارو یوشمیر شنونکې اداری فساد، او ټیټوظرفیتونو ته په کتو سره وایی چې مرسته کوونکې هیوادونه باید د افغانستان د شرایطو له مخې مالی ژمنی وکړي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځې استاد مسعود وایي:
"په ټوله نړۍ کي دا اصل دی، که چیر ی دونر وغواړی چې مرسته وکړي، خو هغه شرطونه لري،زه پدی موافق یم، چې پیسی د شرط له مخی وکړل شی،یعنی هغه هیواد چی قرض اخلی او مصرف کولای یی نشی،دا په اصل کې یو فشار دی د دونر لخوا پری چی راوړی یی هغی هغه پیسی دی، چې اخیستی هغه باید مصرف کړي، خو له بلی خوا افغانستان ځانګړی شرایط لری،نه یی د ګاونډیان په شان دی او نه د نورو هیوادو په شان نو دا دنړۍ لپاره یوه بیلګه ده، چی باید ځانګړی امتیاز ولری."
اوسمهال امریکا، نړیوال بانک، اروپایی ټولنه، د اسیا پراختیایی بانک، فرانسه، ایتالیا، بریتانیا او هند د افغانستان له لویو ملاتړو څخه ګڼل کیږي.
له بلی خوا داسی انتقادونه هم موجود دی، چې د افغانستان لویی او مهمی پروژی ځکه ندی پلی شوی، چې مشری یی د مرسته کوونکو هیوادونو په غاړه ده.
او همدا راز داسی انتقادونه هم موجود دی، چې په دولتی ادارو کې د نړیوالی ټولنی مرستې خوړل شوي او اوس دوی مرسته کوونکو هیوادونو ته خپل اعتبار خام کړیدی او دا هیوادونه ځکه خپلی پیسی افغان حکومت ته نه ورکوی.
راپور: ذکیه غیاثی نذیر